د عبدالله ناهيلې: دوحه کې د سولې خبرو کې هېڅ وړاندې تګ نه دی شوی 

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هرات کې د نهمې امنيتي ناستې لپاره ياد ولايت ته تللی دی. نوموړي هلته په خبرو کې د سولې بهير په اړه ناهيلي ښوودلې ده. 

عبدالله عبدالله ويلي دي چې دوحه کې د سولې خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او ور سره په هېواد کې تاوتریخولی ډېر شوی دی. 

نوموړي ويلي، "دا چې هېواد کې تاوتریخوالی روان دی، نو دوحه کې د سولې لپاره د پلاوي شتون په څه مانا دی؟ په داسې حال کې چې تاوتریخوالي کې هېڅ کمښت نه دی راغلی."

ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو په اړه ويلي دي، چې موږ د سولې لپاره هڅې کوو او موږ هره لاره وړاندیز کړې، خو که طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي، نو بیا اړینه ده چې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي.

د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر د سولې پروسې په تړاو زياته کړې چې جګړه هېڅ ګتونکی او سوله هېڅ بايلونکی نه لري.