روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ په کمشیر کې د تازه نښتو په پایله کې دواړو لوریو ته ۱۳ کسان وژل شوې دي.
پاکستان او هند دواړه یو بل د جګړې په پیل تورنوي خو په سیمه کې اوسیدونکي دا جګړه د دواړو خواو ترمنځ په وروستیو کې تر ټولو سخته جګړه بولي.
د جګړو له امله پاکستاني پوځ د خپل یو عسکر د وژل کېدو او پنځو نورو زخمي کیدل منلي او وایي، چې څلور ولسي کسان هم وژل شوې چې ۱۲ نور ټپیان دي.
بلخوا بیا د هندوستان پوځي چارواکي وایي چې جګړه پاکستاني ځواکونه شروع کړې چې له امله یې څلور هندي عسکر او څلور ولسي کسان وژل شوې او ګڼ شمېر نور زخمیان دي.
دواړه هېوادونه په کشمیر د ملکیت دعوه لري او ترمنځ یې ډیری وخت په همدې سیمه کې جګړې کیږي هند وايي پاکستان په کشمیر کې د هندوستان خلاف جنګیدو دپاره د وسله والو مرسته کوي خو پاکستان دا خبره ردوي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201114_093457_136.sdoc-->
وروستي