د نارسیزم په اړه

نارسیزم شخصیتي ناروغي او ګډوډي ده، نارسیزم د یوناني اسطورې څخه چې یو نفر د نارسیوس په نامه و، اخیستل شوې ده.

دغه ناروغان ځان له نورو لوړ ګڼي، د ستاینې ولږه یې په اوج کې وي، نقد نه شي زغملې، تل هڅه کوي ترڅو قناعت درکړي چې زه ځانګړې، له نورو متفاوت او تر ټولو ښه یم، د بریالیتوب، پیاوړتیا، ځیرکتیا یا مینې په اړه خیالات ویني ځان ډیر قوي ښيي، یوازی هغه اړیکې ساتي چې ګټه یې پکې وي؛ فقط غواړی ځان وښيي، خو د همدلي حس نه لري، دا انسانان ډیر بخیل اوډیر متکبر وي، بي له دي چې په څه پوره پوه شي قضاوت کوي، فکر کوي نړی یې قرضداره ده.

دا ناروغي ولې پیداکیږي؟ په ماشومتوب کی د کورنۍ نه پاملرنه، چاپیریالي تاثیرات، په ځان د ټیټ باور. 
حل لارې: په ځان کې په ځان باور روزل، له ځان سره مثبتی خبري کول، د موخو ټاکل، د خپلو همزولو سره اړیکې ټینګول.