بغلان کې د پیاز او کچالو د ۷۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ شوې


روهي (جمعه/ ۲۳ د لړم)، د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند د ۳۲۵ پروژو له ډلې د ۷۵ پروژو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي، چې په کې د پیازو ۴۵ او د کچالو ۳۰ زېرمتونونه شامل دي.

د بغلان ولایت په ۳۲۵ نویو کرنیزو پروژو کې د پیازو ۲۱۸ زېرمتونونه، د کچالو ۱۰۱ زېرمتونونه او د مېوو لپاره شپږ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو ۵۰ لمریز وچوونکي دستګاوو وېش شامل دي.

ددغو پروژو له ډلې د ۷۵ پروژو رغنیزې چارې بشپړ شوي او د پاتې نورو پروژو چارې به هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201113_145415_502.sdoc-->