صالح: جګړه ځګه کوي چې د سولې پر مېز ډېر امتياز واخلي 

روهي (جمعه/۲۳ د لړم)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هېواد کې د جګړې پر زياتوالی نېوکه کړي؛ طالبان یې تورن کړي چې د سولې خبرو کې د امتياز لپاره یې جګړه تېزه کړې ده. 

د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح د هرات نهمې امنیتي ناستې ته وینا کې وايي چې طالبان د تاوتریخوالي زیاتوالي سره د مذاکرې میز کې د ډېر امتیاز د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

د ولسمشر مرستيال د کابل پر پوهنتون د برید په اړه ويلي دي، چې پر کابل پوهنتون بریدکوونکي د طالبانو غړي وو، خو مسوولیت یې پر داعش خرڅ کړ.
صالح ويلي چې طالبان د دوحه له هوکړې ناسم تعبیر سره د سولې بهیر په ګرو نیولی دی، اوټینګار یې وکړ چې جګړه حل لار نه ده او یاده ډله باید اوربند وکړي.

د يادونې ده چې امرالله صالح له دې وړاندې هم له رسنیو د طالبانو پر وړاندې توندې څرګندونې کړي او پر تاوتريخوالي یې تورن کړي.