د کورنیو چارو وزارت وایي د ښځینه پولیسو شمېر به ۱۰ زرو ته ورسوي

روهي (جمعه/۲۳ د لړم)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په راتلونکو ۳ کلونو کې په هېواد کې د ښځینه پولیسو شمېر تر ۱۰ زرو راسوي.

ددې وزارت د بشري حقونو او جندر د برخې رئیسه مروې امیني وایي، چې اوس همدا مهال په افغانستان ۴۵۶۰ ښځینه پولیسې لري خو هڅه کوي چې دا شمېر لا ډېر کړي.

نوموړي زیاتوي: "د ښځینه پولیسو د شمېر د زیاتولو پلان مو درې میاشتې وړاندې چمتو کړ، د دې پلان له مخې باید په راتلونکو درېيو کلونو کې ۱۰ زره ښځینه پولیسې ولرو. ځکه هغه اداري کارونه چې د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې ښځو ته سپارل کېږي لکه د ښځو خلاف تاوتریخوالی، د ماشومانو موضوعات او د بشري حقونو سرغړونې، کله چې دا سره وویشو دې نتیجې ته رسېږو چې باید ۱۰ زره ښځینه پولیسې ولرو."

امیني وایي، چې په افغانستان کې د ښځینه پولیسو په برخه کې د جلب و جذب پروسه اسانه شوې او ورسره په څنګ کې ښځینه پولیسو ته ډېر امتیازات په پام کې نیول شوي دي.