افغانان دې د سولې له ترلاسه شوې فرصت ګټه پورته کړي

روهي (جمعه/۲۳ د لړم)، پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر دوام ددې هېواد لومړي وزیر عمران خان له جواد ظریف سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده او دا په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې نوي فرصتونه رامنځته کړي.

د دوه اړخیزو اړیکو د غښتلتیا په موخه پاکستان ته د جواد ظریف دوه ورځنی سفر چې پرون یې له لومړي وزیر عمران خان او نورو چارواکو سره کتلي دي دواړو لوریو یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړی دی.

عمران خان له جواد ظریف سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي او افغانان باید له دې تاریخي فرصته ګټه پورته کړي، چې سیاسي حل ته زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې ایران او پاکستان تل په سیمه او خاصه توګه افغانستان کې په لاسوهنه او د جګړو پر دوام تورن دي خو دواړو هېوادونو تل دا تورونه رد کړي دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201113_102732_229.sdoc-->