روهي (جمعه/۲۳ د لړم)، د ارزګان د د هراود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي وايي، چې یاده ولسوالۍ تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د وسله والو طالبانو لاسونو ته لویدلې ده.
د نوموړي په خبره افغان ځواکونه یوازې اوس ددې ولسوالۍ پر کمپ واک لري او نورې سیمې په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
خو د ارزګان ولایت د والي ویاند احمد شاه ساحل بیا دا خبرې ردوي او د طالبانو لخوا د ولسوالۍ سقوط نه مني.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201113_092510_743.sdoc-->
وروستي