په هېواد کې له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق څرنګوالی او د زیانونو کمښت یې  «علمي- څېړنیز سیمینار»

 
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت له خوا «په هېواد کې له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق څرنګوالی او د زیانونو کمښت یې» په نوم یو ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې پر ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شو.
 
دغه سیمینار د قرآن کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شو. د سیمنار په لومړۍ برخه کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلې پرانیستونکې وینا کې وویل:
اقلیمي بدلونونه نه یواځې د طبیعي چاپېریال د بدلېدو لامل ګرځي، بلکې د نا اټکله پېښو لکه د ګردونو او شګو د سختو توپانونو، سېلابونو او وچکالۍ لامل هم ګرځي او همدارنګه اقلیمي بدلونونه د توندو بارانونو او ګرمو – سړو څپو له راتګ سره مختلفې پایلې لکه: د څښاک او کرکیلې د اوبو کمښت، د ځمکو شاړېدو د بهیر پراختیا، د ځنګلونو له منځه تلل او د استوګنیز چاپېریال ککړتیا له ځانه سره درلودلې دي. له بلې خوا د نفوسو ډېرښت هم پر اقلیمي بدلونونو ډېر اغېز کړی دی او د استوګنیز چاپیریال د ککړتیا بهیر یې چټک کړی دی.
 
نومړي زیاته کړه، د ځمکې د تودوخې د درجې د راټیټېدو لپاره ټولې بشري ټولنې باید د ګلخانه یي ګازونو د خپرېدو او د فوسیلي سرچینو د سوځولو چې د اقلیمي تغییراتو، د ځنګلونو د اور اخیستنې، د وچکالیو د رامنځ ته کېدنې او سېلابونو لامل ګرځي، د مخنیوي پروګرام ولري او د هغو پر ځای په پاکو او د تجدید وړ انرژیو، د شنو نباتي سیمو پر زیاتوالي، د ځمکې د سر اوبو د تنظیم او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د پر څرنګوالي پانګونه باید د دولتونو په کاري لومړیتوبونو کې وي.
 
ورپسې د افغانستان د جمهور رئیس پیغام د علومو اکاډمي د طبيعي علومو د مرستيال څېړنپوه رحمت ګل احمد له خوا ولوستل وشو چې په کې راغلي و: له اقلیمي تغییراتو سره د چلند څرنګوالی د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره مهمه مسأله ده او په تېره بیا د افغانستان غوندې هېواد لپاره، چې د ساینسپوهانو له اټکلونو سره سم د اقلیمي تغییراتو اغېز به ورباندې زیات وي، د دې موضوع اهمیت لا جوت او څرګند دی. له ښه مرغه، د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له اقلیمي تغییراتو سره د مناسب چال چلند په اړه ځينې کامیابې تجربې شوې دي چې د افغانستان طبیعي او اقتصادي شرایطو ته په پام سره په کار ده، بحث ورباندې وشي او معرفي شي. د علومو اکاډمي دا غونډه دغه مقصد ته د رسېدو لپاره یو ښه ګام دی.
 
ورپسې د چاپیریال ساتنې ادارې پیغام د انجنير روح الامین له خوا ولوستل شو چې په کې راغلي و:
د اقلیم د تغییر اصلي لامل صنعتي او پرمختللي هېوادونه دي چې پر ځمکه د ګل خانه يي ګازونو خپرېدل د اقلیم تغییر رامنځته کوي او د اقلیم تغییر پر چاپيریال، طبیعي منابعو، کرنیز محصولاتو، د اوبو منابعو او پر طبیعي پېښو لکه سېلابونه، وچکالۍ او داسې نورو باندې منفي تاثیر درلودلای شي.
 
د افغانستان ونډه د ګل خانه يي ګازونو په خپرولو کې ۰،۰۸ سلنه ده، که چېرې دغه فیصدي له نورو هېوادونو سره مقایسه کړو، نو په نشت کې راځي او ویلی شو چې افغانستان د اقلیم په تغییر کې هیڅ رول نه لري، خو د اقلیم د تغییر له منفي اثراتو څخه په جدي توګه متضرر شوی دې.
 
ورپسې د مشرانو جرګې د دارالانشاء پیغام، د کابل پوهنتون پیغام، د کابل پولیتخنیک پوهنتون پیغام، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې پیغام، د اوبو د تنظیم ملي ادارې پیغام د لوستلو ترڅنګ د سیمې او نړۍ د اقلیمي بدلونونو کمښت په هکله د نړیوال پیمانونو په اړه پرېزنټېشن وړاندې شو.
 
د لومړي برخې په پای شېبو کې د علومو اکاډمي د بشري علوم د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي د چاپیریال ساتنې په هلکه وویل :
چاپیریال ساتنه د نړۍ په کچه یو له مهمو او اساسي معضلو څخه ده. زمونږ په هېواد کې د اقلیم د تغییر اساسي لامل د کانالازسیون منظم سیستم نه شتون دی چې زمونږ د څښلو اوبه یې زهرجنې کړې دي، د کثافاتو د انتقال منظم سیستم نه شتون، د ځنګلونو پرې کول او داسې نور دي.
 
د نوموړي په وینا، که چېرې د دغې موضوع په هکله جدي تدابیر ونه نيول شي، نو د هوا ګرمښت به د ځمکې د تباهۍ سبب وګرځي، نو د دې پدیدې د له منځه وړلو یا ټیټولو لپاره نړیوالې مبارزې ته اړتیا ده.
 
د دې سیمینار دوهمه برخه د علمي- څېړنیزو مقالو لوستو ته ځانګړې شوې وه، چې لاندې مقالې په کې ولوستل شوې:
تغییرات اقلیمی جهانی و اثرات آن بالای سکتور های مختلف افغانستان/ پوهاند محمد نعیم اقرار
بررسی اثرات تغییر اقلیم بالای پوتانسیل آبی کشور و طرق سازگاری با آن/ څېړنپوه رحمت گل احمدي
د خاورو د تخریب او بې ځایه کېدو د مخنیوي لارې او د نیزونو مدیریت/ څېړنپوه انجنیر عبدالرییس الیني
په افغانستان کې د اوبو په زېرمو باندې د اقلیمي بدلونونو اغېزې / پوهاند عبدالغیاث صافی
په روغتیا باندې د ځینو اقلیمي بدلونونو اغېزې او له هغو سره د سمون څرنګوالی/ څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل
تاثیرات تغییرات اقلیمی بالای بیلانس آبی حوزه فرعی دریای کوکچه/ انجنیر سعدیه بارز
چگونگی سازگاری با روند تغییرات اقلیمي در مناطق اقلیم خشک کشور/ محقق مریم سادات
نقش انرژی قابل تجدید در بهبود وضعیت اقلیمی/ څېړنپوه نجیب الله حسیني
تحلیل آماری اقلیم ولایت بغلان بر مبنای بارنده گی / محقق نصرالله فلک
بررسی برخی از سکتور های آسیب پذیر از خطرات تغییر اقلیم/ څېړنوال سید رضا احساني
تحلیل و ارزیابی پراگنده گی بارنده گی کندهار/ محقق رفیع الله نصرتي
انرژي قابل تجدید و نقش آن در محیط زیست/ معاون محقق نگینه زهرا
د سيمينار د پای په شېبو کې د لوستل شويو مقالو په اړه پوښتنې، بحث او مناقشه وشوه. د سيمينار ارزونه د پوهاند محمد نعیم اقرار له خوا وشوه چې په ټوله کې يې دغه سيمينار مثبت او ګټور وباله.
 
په پای کې د سيمينار د ګډونوالو له خوا پرېکړه ليک صادر شو چې په کې راغلي دي:
۱.اړوندې ادارې باید له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق څرنګوالی او د زیانونو کمښت د پروژو د تطبیق په برخه کې مالي همکاري وکړي.
۲. اړوندې ادارې د اقلیم د غوره مطالعې په منظور د ولسوالیو په کچه د هواپېژندنې سټېشنونه جوړ کړي ترڅو مختلف اقلیمي عناصر ثبت او راټول شي. په دې سره به ځینو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د څېړونکو لپاره به د اقلیمي مسایلو د څېړلو فضا رامنځته شي.
۳.د حکومت له خوا د بادي انرژۍ پر پروژو پانګونه او هغو ځایونو کې چې لمریزه انرژي زیاته وي، هلته د سولري سیستم انرژي جوړول.
۴. له اړوندو ادارو سره په مشوره د ځمکې د غوره مدیریت په منظور د اراضي د کارونې مشخصه ط‌رحه وړاندې کول:
د شنو ساحو د ښه والي په منظور د ځنګلونو زیاتوالی؛ د دولتي ځمکو بېرته اعاده کول او د لا ډېر غصب مخنیوی؛ له غيرپلاني ښارونو څخه مخنیوی؛ د زیانمنو ځایونو مشخص کول او د هغو ځایونو پېژنده او ساتنه؛ د فضا د پاکوالي په ساتلو کې د کورونو د خاوندانو مکلف کول.
۵. د اقلیم د تغیير په هکله عامه پوهاوی رامنځ ته کول.
۶. د ځنګلونو له پرې کولو او قاچاق څخه مخنیوی کول او په هېواد کې د سون توکو د معضلې د حل لپاره له شمال څخه کابل او نورو ولایتونو ته د ګاز یو پایپ لاین غځول.
۷. د هېواد د سطحي اوبو زېرمه کول او د اوبو د ذخیرو د حجم لوړول.
۸. د سېلاب له اوبو څخه موثره استفاده کول.
۹. ‍د اقلیم د تغيير د اثراتو د کمولو او د سازګاري زېربنايي پروژو کې د سکتوري وزارتونو پانګونه.
۱۰. له نړیوالو سازمانونو څخه د اقلیم د تغییر په پار د مالي مرستو جلبول.
۱۱. د اقلیم د تغییر په اړه د نورو هېوادونو له تجربو څخه استفاده کول.