استرالیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره څارنوال ګماري

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د لړم)، استرالیا په افغانستان کې ددې هېواد د ځواکونو لخوا جرایمو په وړاندې د شکایتونو له راپورته کیدو وروسته اوس ددې ادعاوو د څېړلو لپاره ځانګړی څارنوال ګماري.

د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن له دې وړاندې په افغانستان د خپلو ځانګړو سرتېرو د چلند په اړه د راپور تر خپرېدو مخکې خبرداری ورکړ چې د «جدي او احتمالاً جنايي ناوړه چلند» د ادعاوو اټکل کوي.

د استرالیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د غیر قانوني وژنو او د دوی د نورو سرغړونو په اړه دغه ادعاوې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ مودې پورې اړه لري چې د افغانستان په جنوب کې یې ترسره کړي دي.

دا څېړنه په داسې حال کې کېږي چې د استرالیا رسنیو او افشاګرو د ولسي افغانانو او بې‌وسلې بندیانو د وژنو ادعاوې کړې دي.