سیګار وايي چې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه بې ګټې او نمایشي ده

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د لړم)، سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا څار  اداره وايي چې افغان حکومت د فساد په وړاندې مبارزه کې پاتې راغلی او هڅې یې یوازې نمایشي دي. 
 
 سیګار په نړیوالو مرستندویه غږ کړی چې له افغانستان سره د مرستو پر دوام دې له افغان حکومت د مرستو سم او دقیق ملومات ترلاسه او بیا دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
 
سیګار وايي افغان حکومت د فساد پر وړاندې ځينې کارونه کړي دي خو په اصل کې د حکومت له لوري د فساد پر وړاندې روانه مبارزه نمایشي، بې ګټې او د مقررو او غونډو تر جوړولو محدوده ده. 
 
سیګار افغان حکومت تورن کړی چې په فساد د تورنو کسانو د نیولو پر ځای او ددوی د زنداني کولو پر ځای یې هغه خوشي کړي دي او په ازادانه توګه ژوند کوي. 
 
سیګار داسې مهال دغه راپور ورکوي چې د ولسمشر غني پر حکومت د سترو اداري فسادونو د موجودیت تورونه پورې کېږي او وخت ناوخت په دې اړه په رسنیو کې راپورونه هم خپرېږي.