ټرمپ له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو لپاره په دفاع وزارت کې تغیرات راوستي دي

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د لړم)، د راپورونو له مخې د امریکا په دفاع وزارت کې له افغانستان د امریکایي سرتېرو په سر اختلاف ټرمپ مجبور ګړی ترڅو اوس ددې وزارت په رهبرۍ کې ګڼ تغیرات راولي او داسې کسان یې مقرر کړي چې له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو ملاتړي دي.

په نویو مقرر شویو کسانو کې له افغانستان د ژره تر ژره د امریکایي سرتېرو د وتلو ملاتړ متقاعد ډګروال ډوګلاس مک ګرېګور تازه د پنټاګون ارشد سلاکار ټاکل شوی دی.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم دغه راپورونه تایید کړي چې له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو لپاره ځینې نوي کسان په پنټاګون کې مقرر شوي دي او دوی به هڅه کوي چې د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ کړې ژمنه عملي کړي.

ټرمپ څو میاشتې وړاندې ژمنه کړې وه چې ټول امریکایي سرتېري به تر راتلونکي کرسمس پورې له افغانستان را وباسي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201112_083650_076.sdoc-->