د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پروژې له خوا د کچالو ۳۸۸ زېرمتونونه جوړ شوي دي

روهي (څلور نۍ/۲۱ د لړم)، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د کچالو ۳۸۸ زېرمتونونه د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې جوړ کړي دي.

دغه زېرمتونونه چې د هېواد په اوو ولایتونو کې جوړل شوي دي، رغنیزې چارې یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا تر سره شوي دي؛ چې دا مهال ددغو زېرمتونونو لویه برخه بشپړ شوي او یوازې د پنځه سلنه هغو چارې پاتې دي.

دغه زېرمتونونه هر یو یې د ۱۲ تر ۱۵ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري، چې د رغولو ټولیز لګښت یې ۲۳۷میلیونه او ۸۱۹زره او ۴۳۲ افغانۍ دی.

د وزارت په وینا چې ددغو زېرمتونونو په ګتې اخیستنې سره نږدې پنځه زره مټریک ټنه کچالو زېرمه کیږي.
دغه زېرمتونونه د کابل، بامیان، غزني، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا او لوګر په ولایتونو کې جوړ شوي دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201111_155603_084.sdoc-->