بادغیس کې سږ کال د پستې ۵۲۶ هکټاره بڼونه احداث او بیارغول شوي دي

روهي (درې نۍ/۲۰ د لړم)، د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په ترڅ کې ددې ولایت په مقر او آب کمري ولسوالیو کې د پستې ۵۲۶ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي.

یاد ریاست زیاتوي، چې ددغو بڼونو له ډلې د کرنې ریاست له خوا ۱۲۰ هکټاره او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا ۴۰۶ هکټاره د پستې نوي بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي.

د باغیس د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو سیمو د بیارغونې په پار د پستې ۱۷۶ کیلو ګرامه تخم پېرل شوي او په مستقیمه توګه په کېندل شویو غوچوړو کې کرل شوي دي؛ دا چارې د ځنګلوالي د ۱۰ ټولنو د ۱۴۴ بزګرانو له خوا تر سره شوي دي.

ددې ترڅنګ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د باغیس په ولایت کې ۵۰ هکټاره د مېوو نوي بڼونه جوړ او د یاد ولایت په آب کمري، مقر، قادس او قلعه نو ولسوالیو کې د مېوې ۳۰ هکټاره زاړه بڼونه بیارغولي دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201110_165158_422.sdoc-->