
روهي (درې نۍ/۲۰ د لړم)، د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په مهمندره ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د یو شمېر وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو ۵۳ قبضې تفنګچې او ۵۶ ډزه د کلاشینکوف ګولۍ په یو عراده ټېلر ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړې وې.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.