روهي (درې نۍ/۲۰ د لړم)، د فاریاب د المار ولسوالۍ په آمنیه قومندانۍ موټر بم برید ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ په وینا چې تیره شپه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې المار ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ موټر بم برید شوی چې د ګڼو مالي زیانونو سربېره پکې ولسي وګړو او نظمیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فاریاب د آمنیه قومندانۍ د خبر پاڼې له مخې چې په چادونه کې ۴ سرتېري وژل شوې او ۵ نور ټپیان دي؛ دوی په وینا چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
ویل کیږي چې په چادونه کې ۱۱ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او په پېښه کې د قومندانۍ د یو جومات په ګډون ګڼ کورونه هم تخریب شوې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201110_110954_575.sdoc-->
وروستي