طالبانو غزني کې ۶۰۰ سوه متره سړک په تراکتور اړولی

روهي ( درې نۍ/ ۲۰ د لړم) د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وایي، طالبانو د غزني ــ پکتیکا لویه لاره د اندړو ولسوالۍ خاني بابا سیمه کې ۶۰۰ متره سرک په تراکتور اړولی او تخریب کړې دی.

جمعه زاده زیاتوي چې تر دې وړاندې هم اندړو ولسوالۍ کې اووه کیلو متره سرک وسله والو په ورته ډول تخریب کړی وو.

بلخوا طالبانو تر اوسه ددې سړک د تخریب یا نه تخریب په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلې.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201110_105228_320.sdoc-->