
تېره ورځ مې په افغان رسنیو کې یو خبر تر ستر ګو شو چې د افغانستان لویې
څارنوالۍ د سرنوشت په نوم د یوې خپلواکې ورځپاڼې مسوول مدیر، اسدالله
وحیدي نیولی دی.
ددې خبر په لیدو سره ماته د لویې څارنوالۍ او د سترې محکمې او د
افغانستان د عالمانو شورا او همدارنګه مشرانو جرګې د حج او قافو او
اسلامي تعلیماتو د کمیسیون هغه حکم رایاد شو چې د کریم خرم د وزارت په
وخت کې ځینو ټلویزیونونو ته د هغه هندي ډرامو او سریالونو د خپریدو له
امله ضرب الاجل پکې ټاکل شوی و، چې په دغه ضرب الاجل کې یاد شویو
ټلویزیونونو ته وخت ورکړل شوی و چې که د هندي ډرامو او سریالونو خپریدول
ونه دروي، نو چلوونکي به یې ونیول شي.
که څه هم چې ددې ضرب الاجل د اجل وخت پوره شو، خو ددې پرځای چې د یاد
شویو ټلویزیونونو چلوونکو ته د حکم نه منلو سزا ورکړي، نو په خپل حکم مړ
شو.
همدارنګه به چې د ښاغلي خرم د وزارت پر مهال د هرې سرغړونې په تور کوم
خبریال ونیول شو، نو فاشیټي کړیو به په یوه خله دخرم پرضد لاسونه رابډ
وهل او یوه ساده موضوع به یې د ولسي جرګې تر عمومي ناستې پورې ورسوله او
وزیر خوارکی به یې په یوه وړه خبره هم احضار کړ.
خو اوس چې د کلتور وزیر د همدغو لنډغرو او فاشسټانو پرغو دی، په غیر
قانوني توګه هم که کوم خبریال ددغه په اشارې سره لویه څارنوالي یا کوم بل
ارګان نیسي خبره هیڅ په هیڅ تېریږي .
که څه هم چې زه له ښاغلي اسدالله وحیدي سره ډېر بلد نه یم، خو د یوه
ژورنالست او لیکوال په توګه د هغه غېر قانوني نیول کېدل مې نه خوږیږي.
که ژورنالست د یوې پټې موضوع په اشوا کېدو سره نیول کېږي، هغه هم په داسې
وخت کې چې سند هم ولري، نو بیا د کابل ددولت هغه تش په نامه د بیان آزادۍ
مفهوم څه دی؟
که دولت د هغه یوشمېر ژیړ ژونالیزم په کړیو کې شاملو ژورنالستانو په هغه
چاپلوسانه رپوټونو خوشاله کیږي او هغه مهال ژورنالست د ټولنې ترجمان ګڼي،
نو د رښتینو ژورنالسټانو په لیکنو او پر بنسټ ولاړو هغه رپوټونو بیا ولې
خپه کېږي، چې ددوی پټې موخې او پټې کړنې پکې اشواکیږي.
په هرصورت خبره به ډېره نه اوږدوو، خو دومره وایم چې که د حقیقت اشوا کول
ګنا او د کابل د نظام په اند جرم وي، نو له ژیړ ژورنالېزم پرته ټول
رښتیني ژورنالسټان دې ونیسي او یوازې هغه کسان دې د ژورنالست او
ژورنالیزم په نوم پریږدي چې ددوی پر بدو سترګې پټوي او سپين ته تور او
تور ته سپین وايي.
نو که ژورنالېزم دې ته وايي نو بیا به نوم ورته له ژورنا لېزمه، دروغ
نالېزم غوره وي!!
دولت ته په کار وه چې د وحیدي د نیولو پرځای یې له هغه څخه د خپل خپاره
شوي رپوټ د سپيناوي پوښتنه کړې وای او په دې اړه یې شواهد ترې غوښتي وای
او که چېرې د وحیدي خبر دروغ ثابت شوی وای، نو بیا به یې په هغه صورت کې
د ژورنالستانو استازي رابللي وای او له اصولوسره سمه جزابه یې ورکړې وای.
اوس خو د ښاغلي وحیدي بې سواله ځوابه نیول کېدل، ددې معنا لري چې په
ژورنالستانو کې ویره پیدا کول غواړي او ددولت غوښتنو منلو ته یې اړ ایستل
غواړي.
خو په هرحال، حقیقت څوک نه شي پټولای، هغه که د ژورنالسټانو په بندیتوب
یا په وژلو او یا نورو ګواښونو سره وي ځکه حقیقت حق دی، نو دولت ته په
کار ده چې داډول کړنلاره بدله کړي.
سیدرحمن سالار
Salar.jawad@gmail.com