
سیدرحمن سالار
نن د مصر په ناآرامه پلازمېنه، قاهره کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر، محمود عباس او د حماس د سیاسي دفتر د مشر خالد مشعل ترمنځ د ملي پخلاینې د موافقې د مادو د پلي کېدو په اړه مهمه لیدنه وشوه.
سره له دې چې دغه موافقه څو میاشتې وړاندې د عباس او مشعل له خوا لاسلیک شوې ده، خو دواړو لوریو تر اوسه پورې نه دي کړای شوي چې دملي یووالي دولت پرجوړیدو او د کورواکه تشکیلاتو د مشرۍ او پارلماني ټولټاکنو د ترسره کېدو د وخت په شمول ددې موافقې د مادو د پلي کېدو په برخه کې موافقې ته ورسېږي.
د فلسطین د ر اتلونکي دولت لپاره د لومړي وزیر د ټاکلو پرسر دکورواکه تشکیلاتواو حماس غورځنګ ترمنځ د اختلافونو په حل کېدو سره، تمه کېږي چې ددواړو لوریو ترمنځ د نن ورځې خبرې اترې به د فلسطین د ملي یووالي دولت د جوړیدو لپاره ټاکونکې او مثبته پایله ولري.
د ملي پخلاینې په اړه دتېرې مې میاشتې موافقه په قاهره کې د مصري چارواکو په منځګړیتوب د فلسطیني ډلو ترمنځ د اختلافونو د ختمولو په موخه لاسلیک شوه، خو سلام فیاض ته د ملي یووالي دولت د لومړي وزارت چوکۍ پر ورکولو د کورواکه تشکیلاتو د مشر ټینګار چې حماس هغه د صهیونیسټانو او امریکا د سیاستونو پلي کوونکی ګڼي، ددې موافقې د بشپړپلي کېدو مخه یې ونیوله.
تمه کېږي چې د مشعل او عباس د نن ورځې په کتنه کې دواړه لوري د ملي یووالي ددولت د جوړیدو، د ټولټاکنو د ترسره کېدو پروخت، د امنیتي ارګانونو پر کړچار، په فلسطيني سیمو کې د سیاسي نیولو پای ته رسولو او د فلسطین په آزادي غواړي سازمان کې پر ځینو اصلاحاتو موافقه وشي.
په همدې اړه د فلسطین د منتخب دولت لومړي وزیر، په غزه کې په قاهره کې د حماس له مشرانو سره د فتح غورځنګ او کورواکه تشکیلاتو د مشرانو له خبرو اترو په هرکلي سره، د فلسطین دملي پخلاینې د پرځایښت لپاره ترټولو مهم عامل، د سازباز د بې پایلو خبرو اترو ماتې وبلله.
اسماعیل هنیه زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د سولې دبهیر په اړه، د څارونکي په توګه خپلو ژمنو ته د سپینې ماڼۍ نه ژمنتیا او همدارنګه په عربي سیمه کې وروستي بدلونونه هغه نور عوامل دي چې د فلسطین د ملي پخلاینې د بهیر د پرمختګ سره یې مرسته کړې ده.
له صهیونیسټ رژیم سره د سازباز په خبرو اترو کې د کورواکه تشکیلاتو د مرکچي پلاوي لوړ پوړي غړي، صائب عریقات هم هیله څرګنده کړې ده چې په قاهره کې به دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر محمود عباس او د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر خالد مشعل ترمنځ به ننۍ خبرې، د فلسطین په کورنیو اړیکو کې د نوي پړاو پيل او ټینګښت لامل شي.
له بلې خوا، د حماس د سیاسي دفتر یوه لوړ پوړي غړي، عزت الرشق اعلان وکړ چې امریکا او صهیونیسټ رژيم د فلسطین د ملي یووالي مخالف دي او د فلسطیني ډلو ترمنځ د اختلافونو ددوام غوښتوونکي دي، نو له همدې امله د فتح او حماس غورځنګونو د مشرانو د لیدنې د مخنیوي لپاره، له مختلفو چلورو کار واخلي.
رشق زیاته کړه چې د فلسطیني ډلو ترمنځ د اختلافونو له دوامه د امریکا او صهیونیسټ رژيم موخه د خپلو غوښتنو تپل او پراختیا غواړو نقشو پلي کول غواړي، خو د فلسطیني ډلو هوښیارتیا ددې غوښتنو د پرځایښت مخه نیولې ده.
کارپوهان پردې باور دي چې له صهیونیسټ رژيم سره د سازباز د خبرو اترو له ناکامۍ او په فلسطیني سیمو کې د اسراییلو د ښارګوټو د جوړیدو له پراختیا او همدارنګه د خپلواکه فلسطیني دولت د جوړیدو له طرحې سره د امریکا له مخالفت وروسته، اوس د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر، محمود عباس او د حماس د سیاسي دفتر د مشر خالد مشعل ترمنځ د ملي پخلاینې د پرځایښت لپاره موافقې ته د لاس رسي لپاره ډېرې انګیزې شته او دغه انګیزې تر بل هروخت ډېرې نوې او غښتلې ښکاري.
له همدې امله فلسطیني کړۍ اټکل کوي چې د عباس او مشعل د نن ورځې غونډه به له تمو ډېرې لوړې پایلې ولري او ډېر زیات احتمال شته چې دواړه لوري به د ملي پخلاینې د موافقې پر مادو موافقه وکړي چې په دې بڼه کې به فلسطینیان د خپلواک هېواد د جوړیدو په لاره کې یوه ستر بریالیتوب ته ورسېږي.
سیدرحمن سالار