
سیدرحمن سالار
په غزه کې د ملتونو د کلابندۍ دغندلو د بیانیې د صادریدو نړیواله غونډه جوړه شوه.
وړمه ورځ په غزه کې د ملتونو د کلابندۍ د غندلو په اړه د نړیوالې بیانیې د صادریدو په موخه د فلسطین د خلکو د لومړي وزیر، اسماعیل هنیه او دنړۍ د مختلفو هېوادونو د استازو په شتون سره غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې دټولې نړۍ سیاسي او بشري حقوقو فعالینو شتون درلود، ګډونوالو د غزې د کلابندۍ د پای ته رسېدو پر اړتیا په ټینګار سره، ددې موخې لپاره د نړیوالو دباوونو او هڅو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
د غزې د کلابندۍ د لغوه کولو د اروپايي کمېټې غړي، رامي عبده ټینګار وکړ چې نړیوال پلاوی چې د آزادۍ د پسرلي په شعار سره یې غزې ته سفر کړی دی، دملتونو د کلابندۍ په مخالفت کې به نړیواله اعلامیه خپره کړي.
د غزې له خلکو سره د مرستې په تر ټولو ستر نړیوال پلاوي کې چې د رفح له سرحدي لارې غزې ته تللې دی، د نړۍ په لسګونو نړیوال سیاسي او پارلماني شخصیتونو او د عربي انقلابونو استازو برخه پکې درلودلې ده.
دغه نړیوال پلاوي له فلسطیني چارواکو په ځانګړې توګه د فلسطین د منتخب لومړي وزیر اسماعیل هنیه، د غزې له سوداګرو، د ښځو له استازو او په دې سیمه کې د فعالو نړیووالو تشکیلاتو ا و موسسوسره پرله پسې لیدنې ترسره کړې دي.
غزې ته د نړیوال مرستندویه پلاوي ترټولو ستره موخه، د غزې په کلابندۍ کې د صهیونیسټ رژيم له اقداماتو سره په مخالفت کې د نړیوالو ملتونو د علامیې خپریدل دي او دغه اعلان به وروسته، د تاریخي سند په توګه د ملګرو ملتونو دبشري حقوقو د شورا په واک کې ورکړل شي.
په تېرو پنځو کالو کې د غزې په پراخه کلابندۍ کې د صهیونیسټ رژيم اقدام چې د غزې د استوګنولپاره یې دردوونکي اوله غمیزو ډک شرایط ر امنځ ته کړي دي، هغه ترټولو انساني ضد اقدام دی چې د بشر د تاریخ په اوږدو کې رامنځ ته شوی دی او نړیوالو څوڅو ځلې ددې انساني ضد اقدام پر وړاندې خپله کرکه په ډاګه کړې ده.
نړیواله ټولنه د هغې غمېزې د پای ته رسېدو لپاره د سملاسي تابیاوو د غوره کولو غوښتنه کوي چې د نیواکګرو صهیونیسټانو له خوا د فلسطینیانو په ځانګړې توګه د غزې پر استوګنو راوستل شوې ده.
په داسې حال کې چې د بشري حقوقو څخه په پرله پسې توګه په سرغړونه کې د صهیونیسټ رژيم اقداماتو په نړیواله ټولنه او فلسطینیانو کې داندېښنو څپه راپورته کړې ده، لویدیځ دولتونه او د لویدیځ حقوقي سازمانونه چې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو او نیواکګریو پر وړاندې چوپ پاتې شوي دي،دغه رژيم یې د خپلو جنایتونو په دام کې لا سپين سترګی کړی دی.
په هرحال! د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو پر وړاندې دنړیوالو اعتراضونو او نیوکو لمن لویدیځو هېوادونو ته هم رسېدلې ده او د لویدیځو هېوادونو ډېری خلکو او د پارلمانونواستازو په مختلفو کاروانونو کې د غزې له استوګنو سره مرستې کړي دي چې دا ددې واقعیت ښودنه کوي.
غزې ته د مرستو په برخه کې د نړیوالو حرکتونو دوام ددې واقعیت ښودنه کوي چې نړیوال هیڅ کله هم د فلسطین د خلکو پر وړاندې دصهیونیسټ رژيم جنایتونه او نیواکګرۍ نه زغمي او په بېلابیلو لارو چارو سره یې د قدس د نیواکګر رژيم پر ضد خپل اعتراضونه او نیوکې وړاندې کړې دي.
غزې ته د نړیوالو مرستو دوام د فلسطین د خلکو له خقوقو څخه په ملاتړ کې د نړیوالې انتفاضې ښودنه کوي او نړیوالوهم د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د غندلو په اړه د حقوقي اعلامیو او بیانیو په صادریدو سره د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو پر ضد د نړیوالو حقوقي سازمانونو پر کمزوري کړچار خپل اعتراضونه په ډاګه کوي.
له بده مرغه چې نړیوالې حقوقي ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا هم ددې پرځای چې د بشري حقوقو په سختې ترپښو لاندې کولو کې د لویدیځو دولتونو اوصهیونیسټ رژيم له اقداماتو سره دمقابلې پرځای، پر هغو دولتونو د دباو او فشار په اعمالولو کې چې د صهیونیسټ رژيم له نیواکګرو او د امریکا او صهیونیسټ رژيم له سلطه ګرۍ سره مخالف دي، د لویدیځ پر اوزار او نانځکې بدلې شوې دي.
په حقیقت کې د صهیونیسټ رژيم پر وړاندې د نړیوالو حقوقي ټولنو کمزورۍ کړچار ددې لامل شوی دی ترڅو نړیوال په اوسنۍ نړۍ کې هم د صهیونیسټانو دمنځنیو پېړیو د جنایتونو ددوام شاهدان و اوسي.
سیدرحمن سالار