
قدرمنو دوستانو همدا اوس مې په انټرنیټ کې د ((تاکید برنقش دولت در روند صلح افغانستان)) تر عنوان لاندې یوه تبصره ولیده چې دغه تبصره د افغانستان د عالمانو د شورا او کرزي د کتنې د ځینو نظرونو پر بنسټ لیکل شوې او که تاسوو یې په غور سره ولولئ نو د پټو سترګو قضاوت به درته روښانه شي.
په تبصره کې لیکل شوي چې ((د افغانستان د عالمانو شورا یوځل بیا د دغه هېواد د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د ملت او دولت پر رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ددولت له مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو اصلي لوري، د افغانستان خلک او دولت دی او لویدیځوال دې په دې بهیر کې یوازی ملاتړیز رول ولوبوي.
د افغانستان د عالمانو د شورا غړو ددغه هېواد له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د عالمانو د شورا له نظره په قطر کې د طالبانو ددفتر پرانستل باید یوازې یوه پته وي او طالبانو ته د یوه سیاسي امتیاز په توګه ونه ګڼل شي.
له همدې امله د افغانستان د عالمانو شورا په غوښتنې سره باید له ا وربند او د افغانستان د خلکو پر وړاندې د جګړې له پای ته رسولو وروسته، خبرې اترې باید د سولې د عالي شورا او د افغانستان د دولت تر څارنې لاندې ترسره شي.))
دلته چې د افغانستان د عالمانو د شورا په حواله دا خبرې شوې چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د جګړې له ختمولو وروسته دې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې د سولې دعالي شورا په نوم ارګان او کابل دولت ترڅارنې لاندې وشي، په دې اړه خو تر لمر روښانه حقیقت دادی چې د افغانستان د مسلمان ولس پر ضد او د مسلمانانو د وژلو لپاره خو جګړه امریکا، ناټو او د هغوی ځینو افغان مزدورانو او د واک او پېسو وږیو پيل کړې، نو د افغانستان د عالمانو شورا که داخبره کړې وي، نو خبره خو باید د افغانستان ددولت او په افغانستان کې د میشتو بهرنیو پوځیانو پر خلاف د مبارزې او مقاومت لوري ته عنوان نه شي، بلکې دا د امریکایانو او ناټو لپاره او همدارنګه د هغوی افغاني مزدورانو چې هرچا ته معلوم دي باید دا شرط او دا سپارښتنه هغوی ته وړاندې شي.
په دې تبصره کې همد ارنګه ویل شوي ((د سیاسي کارپوهانو د لیدتوګې له مخې، ددې هېواد د سولې د خبرو اترو په اړه د افغانستان د عالمانو شورا دریځ، له طالبانو سره د امریکا له خبرو اترو سره ښکاره مخالفت دی چې په افغانستان کې یې په دولتي، ګوندي او مذهبي کچه پراخ مخالفتونه راپورته کړي دي.))
په دې اړه هم باید وویل شي چې ټولو ته معلومه ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له خبرو اترو سره د افغانستان ولس او دولت مخالفت نه دی په ډاګه کړی، بلکې د افغانستان مسلمان ولس په خپل هېواد کې داسې سوله غواړي چې د افغانانو عزت او ناموس، د خاورې بشپړتیا، رښتینې خپلواکي او ملي واکمني پکې خوندي وي او که حقیقت ته پام وشي او له تعصب پرته قضاوت وشي نو تر اوسه پورې دطالبانو او امریکایانو په خبرو کې داسې کوم شی نه دي څرګند شوي چې د افغانستان د عزت او ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ پر سر لوبه وګڼل شي، نو له همدې امله یې د افغانستان ولس ملاتړ کوي.
همدارنګه د افغانستان دولت هم چې په سر کې یې ولسمشر کرزی دی په خپلو خبرو کې یې څوڅو ځلې له طالبانو سره د سولې او روغې جوړې د خبرو اترو او آن په قطر کې د طالبانو له دفتر سره خپله موافقه اعلان کړې ده، نو پردې بنسټ ویلای شوو چې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه په افغانستان کې نه ولس مخالف دی او نه هم دولت او دا ددې مبصر مغرضانه دريځ او موخه ده چې غواړي په افغانستان کې له سولې سره اصلا خپل مخالفت توجیه کوي او هغه لنډغر چې آن د څو پیسو په مقابل کې یې تل د افغانستان پر برخلیک لوبې کړې او اوس یې هم کوي، او آن څو ورځې وړاندې یې د جرمني په برلین کې د ټولو رسنیو په تایید سره له امریکایانو سره د افغانستان پر برخلیک لوبې وکړې او که زور یې ورسېږي افغانستان به پر امریکایانو وپلوري لکه پخوا یې هم چې پر روسانو پلورلی و او اوس یې هم پر امریکایانو پلورلی، ددې تبصرې لیکوال هڅه کوي چې دا کسان د افغانستان ولسي یا هم مذهبي استازي معرفي کړي، او دا خبره ځکه بې منطقه ده چې که په زغرده یې ووایوو، نو آیا دوستم، پدرام، مسعود، محقق او دې ته ورته نور کسان به د کوم منطق له مخې، د خلکو او یاهم مذهبي استازیتوب وکړای شي؟
چې هیڅ کله یې هم نه شي کولای.
په دې تبصره کې همدارنګه لیکل شوي (( د مخالفینو د لیدتوګې له مخې، هرډول خبرې اترې باید د افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او اساسي قانون له مخې او ددې هېواد ددولت له لوري تر سره شي او له طالبانو سره په خبرو اترو کې د امریکا اقدام د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه او ددې هېواد د ملي واکمنۍ تر پښو لاندې کول ګڼل کېږي.))
په دې اړه هم باید وویل شي چې له حقوقي پلوه خو افغانستان اوس عملا نیول شوی هېواد دی او خپلواک نه دی اونه هم ملي واکمني لري، او که لري یې نو د کومو اصولو له مخې؟ آیا په افغانستان کې چې امریکایان کوم ظلمونه کوي او یا د کابل دولت چارواکي چې هره ورځ په هېواد کې میشتو بهرنیو پوځیانو ته سپارښتنې کوي او هغوی یې نه عملي کوي دا د افغانستان د خپلواکۍ حقیقت ثابتولای شي؟ په هېواد کې چې له ۴۱۰ ډېرې یوازې د امریکایانو پوځي اډې شتون لري، دا ددې هېواد ملي واکمني ثابتولای شي؟ او که د سولې خبرې اترې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کېدای شي، نو تردې کچې لاسوهنې چې اوس عملا امریکایان په افغانستان کې خلک وژني، په خپله خوښه حکومت جوړوي، ډلې جوړوي آیا دا لاسوهنه نه ده؟
بله دا چې که چېرې طالبانو د افغانستان اساسي قانون او د افغانستان ددولت او امریکایانو فرمایشات منلای، نو بیا خو خبرو اترو ته اړتیا څه وه؟ دې جګړې ته اړتیا څه وه چې ټوله نړۍ یې وار خطا کړې ده؟
زما په نظر دا که د عالمانو شوا نظر وي او یا د بل هرچا نظر چې وي، دا نظر بیا کتنې او بیا غور ته اړتیا لري، دا د سولې لپاره سم نظر نه دی، دا خو ددې معنا لري چې طالبان دې تسلیم شي، چې که داسې کیدای، نو طالبانو په جګړه کې دا لس کاله خپل په زرګونو کسان ولې له لاسه ورکول، خو دا کار به یې ډېر پخوا کړی وای؟
تبصره زیاتوي ((د افغانستان خلک او دولت طالبان د ځان دښمن ګڼي چې پر دې هېواد د خپلې واکمنۍ پرمهال او همدارنګه وروسته له دې یې ډېر جنایتونه کړي او امریکا هم په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ترهګرۍ، طالبانو او القاعدې د له منځه وړلو لپاره پر افغانستان برید وکړ او دا هېواد یې لاندې کړ.))
په دې اړه که رښتیا او واقعیت وویل شي، نو طالبان خو د افغانستان د اوسني دولت دښمنان دي، دې کې خو شک نشته، خو د ولس دښمنان هیڅکله هم نه شي ګڼل کېدای، ځکه همدا ولس دی چې طالبانو ته په خپله غیږه کې ځای ورکوي او که چېرې ولس له طالبانو سره مخالف وای، نو د رسنیو او امریکایي چارواکو په اعتراف سره طالبانو د افغانستان تر اتیا سلنې خاورې کې خپل شتون نه شوای ثابتولای.
بله دا چې د تبصرې لیکوال قضاوت کړی چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال ډېر جنایتونه کړي، نو په دې اړه باید وویل شي چې آیا د هغو کسانو او لنډغرو له خوا چې د افغانستان له پښتنو سره یې جنایتونه وکړل او اوس په همدې نظام کې د واک ډېره برخه هم په لاس کې لري، دا جنایتونه کم دي، آیا په لیلې دښته او کلای جنګي کې چې دوستم او نورو دې ته ورته کسانو په زرګونو طالبان او پښتانه قتل عام کړل، دا جنایتونه نه دي؟
آیا پر روسانو او بیا امریکایانو د افغانستان پلورل جنایت نه دی؟
آیا د افغانستان د ویشلو پرسر همدا اوس له امریکایانو سره د شمال د ځینو مشرانو معاملې جنایت او ددې خاورې له عزت سره لوبې نه دي؟
لیکوال په خپله تبصره کې ویلي چې واشنګټن له طالبانو څخه د اوزار په توګه د استفادې په لټه کې دی، نو آیا همدا کسان چې تاسې یې کله دافغانستان د خلکو استازي بولئ او کله یې مذهبي استازي بولئ، چې هیڅکله نه شي کیدای، دوی همدا اوس عملا د امریکا د لاس آله نه دي جوړ شوي، آیا د همدې کسانو، مثلا یونس قانوني د کورنیو چارو وزارت په وخت کې له امریکایانو سره داسې تړون نه و لاسلیک کړی چې له مخې یې امریکایان په افغانستان کې له قضايي تعقیبه خوندي کیدل؟
آیا د همدې یونس قانوني له امریکایانو سره یوځای او په ګډه سره په افغانستان کې پټ زندانونو جوړیدل له رسنیو څخه اشوا نه شول، آیا دا کسان د امریکایانو د لاس آلې او اوزارونه نه دي؟
که هسې د پښتنو پرضد په هر نوم پلمې جوړول کېږي.
پښتنو چې د تاریخ په اوږدو کې یې هېواد د بهرنیو له تېري ژغورلی او د خپل سر په بیه کې په دې هېواد کې اسلام ژوندی ساتلی، هیڅکله یې په هېواد کې پر میشتو نورو لږکیو قومونو ځانونه لوړ نه دي ګڼلي او خپل د سرښندنې دغه ویاړ او لاسته راوړنه یې له ټولو قومونو سره شریکه کړې ده او اوس هم چې په افغانستان کې د اسلام دښمنان له ماتې سره مخ شوي دي، د همدې مسلمان او غیرتي پښتون قوم د مېړانې برکت دی، او بیاهم پښتانه دغه ویاړ چې د خپلو ځانونو، وروڼو، بچیانو د سر په وینو یې ترلاسه کړی،په افغانستان کې یې له میشتو ټولو قومونو سره شریک ګڼي، خو ځینې مغرض کسان غواړي چې په افغانستان کې د خپلو ناروا ګټو په پام کې نیولوسره د افغانستان یوموټی او مسلمان قومونه په بېلابېلا نومونو وویشي.
په دې هیله چې دافغانستان ټول ولس د پښتونو مېړانه او سرښندنه ومني او متقابل درناوی ورته ولري تر څو د هېواد دکورنیو او بهرنیو دښمنانو مخ تور او په هېواد کې یو اسلامي، خپلواک او په رښتینې معنا ملي واکمنۍ درلودونکی دولت رامنځ ته شي.
سیدرحمن سالار
Salar.jawad@gmail.com