دکورنیو چارو پخوانی وزیر ومړ

دپاکستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر نصر الله بابر له ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ دنوموړي کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي : بابر له څو کلونو راهسې دفالج له ناروغۍ سره لاس وګریوان په دې برخه کې دپاکستان په مختلفو روغتونو کې تر درملنۍ لاندې و ،خو کومه ګټه ېې نه کوله نصرالله بابر د 83 کلونو په عمر نن سهار دپېښور په CMH نظامي روغتون کې ساه ورکړه دنوموړي جنازه به نن دده په پلرني کلي نوښار کې درې بجې اداء شي .
نصرالله بابر دپاکستان دکورنیو چارو پخواني وزیر ، دپاکستان دخلکو ایالتي مشر هم تېر شوې و پردې سربېره نصرالله بابر ته دافغانستان دستونزې محوري څیره ګڼل کیږي .
دیادونې وړ ده ،چې نصرالله بابر د داود خان پر ضد دکورنیو جګړو دیوې پيژندل شوې څیرې قومندان احمدشاه مسعود ته دچراټ په غرونه کې روزنه ورکړې وه او بیا ېې دبغاوت په موخه پنجشیر ته رااستولې و . پردې سربېره نصرالله بابر دطالبانو په رامنځته کولو کې هم پراخه ونډه درلوده .