نړۍ کې د کرونا وېروس پېښو شمېر له ۵۰ میلیونو واوښت

روهي (دوه نۍ/۱۹ د لړم)، د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په نړۍ کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر تر پنځوسو میلیونو اوښتی دی او دغه وبا لا هم د چټکې پراختیا په حال کې ده.

د معلوماتو له مخې بلخوا ددغه وبا له امله د مړو شوو کسانو شمېر هم له ۱ میلیون او ۲۵۰ زره کسانو اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا هم پر هېوادونو غږ کړی چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې توګه خپل وګړي له دې وژونکي وبا وژغوري.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201109_084656_808.sdoc-->