بادغیس کې سږ کال د زعفرانو ۱۳ ننداریزې قطعې جوړ شوي دي

روهي (یوه نۍ/ ۱۸ د لړم)، د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې روان کال په دې ولایت کې د زعفرانو ۱۳ ننداریزې قطعې جوړ شوي دي.

ددې ریاست په وینا، چې ددغو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار د زعفرانو پنځه زره کیلو پیاز پېرل شوي او پر ۱۳ بزګرانو وېشل شوي دي.

دغه راز یاد ریاست زیاتوي، چې ۳۰ کروندګرې مېرمنې یې د زعفرانو د کرکېلي، حاصل ټولولو او بازار موندنې په برخه کې روزلې دي.

د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړول او د بزګرو مېرمنو روزل د ۴۰۲ زره افغانیو په لګښت ددې ولایت د قادس، مقر، آب کمري، قلعه نو ولسوالیو او مرکز کې پلي شوي دي.