د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې له پاکستانه افغانستان ته په وارداتو کې کموالی راغلی

روهي (یوه نۍ/۱۸ د لړم)، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عامه اړیکو رئیس جواد دبیر وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېرو شپږو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله په وارداتو کې ۶۴ میلیونه ډالره کموالی راغلی.

دبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کموالي علت قرنطین، په هېواد دننه د تولیداتو زیاتوالي او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د تجارت زیاتیدل ددې لامل بولي چې پاکستان سره یې د سوداګرۍ پر کموالي اغېز کړی.

وزارت زیاتوي چې تېر کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت یو میلیارد ډالرو ته رسیده، خو وړاندوینه دا ښیي چې د روان کال تر پایه به دغه واردات ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته راښکته شي.