د کال تر پایه به په ټول هېواد کې څلور زره او ۷۷۱ هکټاره بڼونه جوړ شي.

روهي (یوه نۍ/ ۱۸ د لړم)، د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان مالي کال په پیل کې یې د ټول هېواد په کچه د څلور زره او ۷۷۱ هکټاره مثمرو بڼونو د جوړولو او بیارغونې چارې پیل کړې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت زیاتوي، چې تر دې دمه یې له یادو بڼونو د څلور زره او ۶۳۰ هکټاره بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي.

د وزارت په وینا، چې له دې ډلې ۱۹۵ هکټاره یې متراکم او نیمه متراکم بڼونه نوي جوړ شوي بڼونه او یو زر او ۳۱۸ هکټاره یې د زړو بڼونو بیارغول دي.

دغه بڼونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ او یا بیا رغول شوي دي.