ارګ د پاکستان دینې مدرسې په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل بولي

روهي (یوه نۍ/۱۸ د لړم)، پرون شنبه د افغانستان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته په لېږلي وېډيويي پیغام کې ویلې: "د طالبانو د حملو زیاتوالی زموږ د سولې پروسه کمزوري کوي، له خطر سره‌ یې مخامخ کوي، افغانان او نړیواله ټولنه نهیلې کوي. له بده مرغه له امریکا سره د طالبانو د موافقه‌لیک له لاسلیک کېدو راهیسې طالبانو د دې پروسې د پرمختګ لپاره هېڅ ډول ژمنتیا نه‌ ده ښودلې."

صدیقي همداراز په پاکستان تور پوری کړی چې په افعانستان کې روان تاوتریخوالی له پاکستاني مدرسو سره مستقیم تړاو لري؛ د نوموړي په خبره یو شمېر ملایان چې موږ یې د طالبانو معنوي پلرونه بولو، زموږ د نظام او خلکو پر وړاندې خبرې کوي او مذهبي افراطیت او ویرانوونکی جهادیزم ترویجوي چې دا د نړیوالو اړیکو پر خلاف کار دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وروستۍ څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې تر دې څو ورځې وړاندې د سمیع الحق زوی مذهبي مشر حامدالحق د پېښور په زبیریه مدرسه کې د وینا پر مهال ویلي وو چې افغان حکومت دې طالبانو ته تسلیم شي.

سمیع‌الحق د حقانیه مدرسې مشر او د طالبانو اصلي ملاتړی او معنوي پلار بلل کېده.