افغان مشرانو جوبایډن ته د بریا مبارکي ورکړې او له امریکا سره یې د اړیکو د لا غښتلتیا هیله څرګنده کړې

روهي (یوه نۍ/۱۸ د لړم)، د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن تر بریا وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلې، چې هیله لري بایډن به د افغان سولې او روان وضعیت په اړه رغوونکې پالیسي او تګلاره ولري.

کرزي تازه په ټوېټ پیغامونو کې جو بایډن او کاملا هاریس ته په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ورکړې او د بایډن هغې ژمنې ته چې د امریکایانو د یووالي لپاره یې کړې په اشارې ویلې چې دې مسئلې ته افغانان هم اړتیا لري او تمه ده بایډن به په دې برخه کې خپله همکاري ثابته کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ ولسمشر غني او د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله هم په ټاکنو د بریا په موخه جوبایډن ته مبارکي ورکړې او تمه یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې به لا پراخوالی راشي او بایډن به د افغان سولې په برخه کې مثبت رول ادا کړي.