د متحدو ايالتو ۴۶ ولسمشر جوبايډن؛ څوګ دی او څه به وکړي؟ 

زوکړه او کورنی ژوند: 
بشپړ نوم يې جوزف رابینت بایډن دی. جوبايډن په ۱۹۴۲ز کال کې د امريکا متحدو ايالتو په پنسیلوانیا ايالات کې زږېدلی دی. نوموړي دوه وادونه کړي چې يوه ميرمن يې مړه شوې او دويمه يې د هنټر په نوم ده. نوموړی څلور اولادونه لري. 

زده کړې: 
جوبايډن ټولنيز علوم يا BA کې له  Delaware پوهنتون څخه ليسانس او د حقوق په برخه کې يې Syracuse پوهنتون څخه د دوکتورا سند تر لاسه کړی دی. دی لېکوال، حقوق پوه او سياست کوونکی دی. 
    
دندې: 
مخکې له دې چې دی سياست ته دننه شي جوبايډن د مدافع وکيل په توګه دندې تر سره کړي. د سياست په ډګر کې دی د لومړي ځل لپاره د امريکا مشرانو جرګې يا سنا غړی شو او هغه مهال دی د متحدو ايالتو په تاريخ کې پنځم تر ټولو ځوان سناتور وو. ۱۹۷۰ کال کې نوموړی د ديموکرات ګوند غړی شو او نېږدې پنځه لسيزې د ياد ګوند په چوکاټ کې مبارزه کوي. ۱۹۸۷ز کال کې جوبايډن د متحدو ايالتو د ولسمشريزو ټاکنو نوماند شو خو ماته يې وخوړه. 
 
۲۰۰۸ز کال کې دی د متحدو ايالتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما په ټاکنيز ټېکټ کې شامل او د اوباما په بريا سره نوموړی د متحدو ايالتو مرستيال ولسمشر وټاکل شو. ۲۰۰۸ کال کې بارک اوباما د متحدو ايالتو ۴۴ ولسمشر او بايډن د ياد هېواد ۴۷ مرستيال ولسمشر وټاکل شو. نن؛ ۱۲ کاله وروسته بايډن د متحدو ايالتو د ۴۷ ولسمشر په توګه ټاکل شوي چې ۲۰۲۱ کال کې به لوړه وکړي. ۲۰۱۲ کې بيا اوباما او بايډن په ټاکنيز ټېکټ کې سره يو ځای او د دويم ځل لپاره يې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې. 

د ۲۰۲۰ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې جوبايډن د ټرمپ په مقابل کې ودرېد او تېره ورځ يې وکولی شول، چې ټرمپ ته ماته ورکړي. جوبايډن له تېرو پنځوسو کالونو د ديموکرات ګوند غړی دی او د پخواني ولسمشر بارک اوباما همفکره کس دی. جوبايډن به د خپلې واکمنۍ په دوره کې تر ډېره د بارک اوباما پر پاليسو عمل وکړي. د اوباما او ديموکراتانو پاليسي دا ده چې د متحدو ايالتو د پوځ لګښتونه راکم کړي او د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د امريکا په لاس وهنې روانو جګړو بڼه بدله کړي. 

دا چې ټرمپ د جمهوريت غوښتونکو او جوبايډن د ديموکراتانو ګوند نوماند وو، نو د دغه دوه ګوندونو د پاليسو ترمنځ بنسټز توپيرونه په لاندې ډول دي، چې د ديموکرات ګوند اصول به د جوبايډن د پالېسۍ مهمه برخه وي. 

۱- اسرائيل: 
د متحدو ايالتو په سياست کې داسرائيلو له منځ ته راتګ بيا تر نن ورځې د ملاتړ پالېسۍ شتون لري. د ديموکرات ګوند پالېسي دا ده چې اسرائيل بايد د يو يهود دولت په ډول رامنځ ته شي او فلسطنيان دي هم په خپله ځان ته اداره شي. خو بيا جمهوريت غوښتونکی ګوند د اسرائيلو او فلسطين د مسالې په اړه ډېره ښکاره پالېسي نه لري او په دې برخه کې يې سياست ګونګ دی. 

۲- ايران:
د ديموکرات ګوند غړی او پخوانی ولسمشر بارک اوباما په دې نظر وو چې د ايران اټومي پروګرام دې مهار شي خو په ورته وخت کې يې پر ايران د اقتصادي بنديزونو د کمولو سياست درلود. د جمهوريت غوښتونکو سياست بيا د ايران پر وړاندې ډېر توند دی. لکه په خپله ولسمشر ټرمپ د ايران اټومي پروګرام د متحدو ايالتو ملي امنيت ته ګواښ ګڼي او پر وړاندې يې د سختو اقداماتو پالېسي لري. 

۳- د اقليم بدلون: 
ديموکرات ګوند اقليم بدلون ګواښ ګڼي. د ديموکراتانو په اند د اقليم بدلون به د امريکا متحدو ايالتو پر اقتصاد، د وګړو پر روغتيا او لويه کې پر چاپيريال منفي او ډېر بد اغېز وکړي. جمهوريت غوښتونکي بيا د اقليم په بدلون باوري نه دي او دا مساله جدي نه نيسي. جمهوريت غوښتونکي د اقليم د بدلون  د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانانو راپورونو ته د شک په سترګه ګوري. د امريکا جمهوريت غوښتونکی ګوند د نړيوال اقليم بدلون يوازې د محتدو ايالتو مسووليت نه ګڼي او په اړه يې جدي اقدامات هم نه کوي. 

۴- کډوال:
د کډوالو په برخه کې ديموکراتان د يو منظم پلان غوښتنه کوي او د وړانديز کوي چې متحدو ايالتو کې نېږدې ۱۱ مېلېونه بې سندونو کډوالو ته بايد اسناد ورکړل شي، خو جمهوريت غوښتونکي بيا د کډوالو له بهير سره مخالف دي. ولسمشر ټرمپ د مکسېکو سره په دې پار ديوال جوړوي، چې د کډوال مخه پرې ونېول شي. 

۵- همجنسګري: 
ديموکرات ګوند د ښځې له ښځې سره او نارينه له نارينه سره د واده کولو او جنسي اړيکو ملاتړ کوي، جمهوريت غوښتونکي بيا له همجنسګرۍ سره مخالفت لري او غندي يې. 

۶- ماليات: 
جمهوريت غوښتونکی ګوند د مالياتو د لوړولو مخالف دی او د ديموکرات ګوند هغه طرحه چې بايد له لوړو عوايد لرونکي ډېره ماليه واخېستل شي مخالفت ښيي. 

۷- غړي: 
ديموکرات ګوند ۴۴ مېلېونه غړي لري او د جمهوريت غوښتونکي ګوند د غړو شمېر ۳۳ مېلېونه ته رسيږي. (۲۰۱۷). 
 
۸- پوځي لګښت: 
ديموکرات ګوند هڅه کوي چې د متحدو ايالتو پوځي لښګتونه راکم کړي خو بيا جمهوريت غوښتونکي د پوځ د غښتلتيا پالېسي لري.