د کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک سیمنا ویجاړول پیل کړل

روهي (یوه نۍ/۱۸ د لړم)، د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وایي، چې د شهرنو سیمنا د ودانۍ د بیا ترمیم امکان نشته او تر اوسه یې پر ځای د کوم بل ځانګړي پلان په اړه هم وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

د کابل شهرنو پارک سیمنا له هغه وروسته ورانیږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د امنیتي میثاق د طرحې پلې کول پېل کړې دي.
 
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د افغان فلم مسؤلینو له افغان حکومت غوښتې و چې د سیمناوو له ویجوړلو دې تېر شي، او دوی اماده دي ترڅو بیا فعالیدو په برخه کې یې له حکومت سره همکاري وکړي.