قزاقستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی

روهي (یوه نۍ/۱۸ د لړم)، قزاقستان په افغانستان کې د دایمې سولې د ټینګښت او په دې هېواد کې د جنګ د پای لپاره له افغان سولې ملاتړ څرګند کړی.

په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلې دوی یو ځل بیا په هغه ژمنه ټينګار کوي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي او دې برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کیدو په هڅه کې دي.

په کابل کې د قزاقستان سفیر یادې څرګدونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره د لیدنې پر مهال کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي. 

د دواړو لوریو په دې لیدنه د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال د قزاقستان له مرستو او همکاریو مننه وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.