د اسلامي امت سیاسي عروج او زوال او لاملونه یې



د ژباړن سریزه
دا لیکنه په امریکا کې د یوه امام او د پوهنتون د استاد شیخ ډاکټر یاسر قاضي د یوې ویدیو په بنسټ لیکل شوې ده. په دې لیکنه کې په مستنده توګه د رسول الله، صحابه وو او تابعینو په دوره او ورنه وروسته د مسلمانانو صعود او پرمختګ او بیا نزول په دوو مهمو لاملونو بحث کېږي. لمړی لامل چې یې تر ټولو مهم دی، د مسلمانانو کلک ایمان او له یوبل سره مینه چې الله تعالی یې په قرآن کې څو ځایه لکه د الفتح په سوره کې ستاینه کړې ده. خو کله چې په دې مهم فکتور کې کمښت راغی د مسلمانانو په نزول کې یې هم رول ولوباوه.
 
په دې لکچر کې د اسلامي امت د لوړتیا او بیا ځوړتیا په دوهم مهم لامل بحث شوی دی او دا ښودل شوي چې رسول الله (ص)، صاحبه وو رضی الله عنهم او تابعینو رحمهم الله بشري پوهه د الله تعالی ورکړه او د ټول بشریت د هڅو پایله بلله او خپل مغزونه یې د پخوانیو تمدنونو او د هغه وخت د نویو تکنالوژیو، نوښتونو، بشري پوهې، علمي تجربو او علومو په وړاندې نه وو تړلي بلکه په سړه سینه او خلاصو مغزو یې قضاوت ورباندې کاوه، ورنه زده کړې او ګټې اخیستنې ته یې لیواله او تیار وو. ښه مثال یې دادی چې رسول الله لوستو اسیرانو ته وویل چې دوی د مسلمانانو لس ماشومانو ته لیک او لوست ور وښيي ازاد به شي.  
 
په دې لړۍ کې مهمه او برخلیک ټاکونکې ښکارنده دا وه چې مسلمانانو له چینایانو د کاغذ صنعت زده کړ، ورته وده یې ورکړه، په ټوله اسلامي نړۍ کې یې له اندولوسه تر منځنۍ اسیا پورې خپور کړ، او د همدې کاغذ په مرسته یې علم، سواد، د کتاب، لیک او لوست ته زیاته وده ورکړه او د بشر په تاریخ کې یې نوی باب پرانېست او د ستر واک او ځواک خاوندان شول.
 
د مسلمانانو د صعود په وخت کې اروپائیان نالوستي او تر ډېره په خپل منځي جنګونو اخته وو. خو بیا داسې وخت راغی چې همدا د کاغذ صنعت، علم، لیک او لوست له دوی څخه اروپائیانو زده کړل، ورته لانوره پراختیا یې ورکړه او ګوتمبرګ د چاپ ماشین اختراع کړ او په برکت یې اروپا زیات پرمختګ وکړ. همدا رنګه، یاسر قاضي وايي: د مورخینو په قول مسلمانانو په اروپا کې د رنسانس او ویښتیا پروسې ته جرقه ورکړه او اروپائیانو ورته لا نور انکشاف او دوام ورکړ. 
 
خو په دې وخت کې د مسلمانانو په تفکر او لید لوري کې ځوړتیا پیل شوې وه، د چاپ صنعت عثماني خلافت تر ۳۰۰ کاله پورې تحریم کړی و او حرام یې باله او همغه و چې زوال یې پیل او د اروپائیانو تر ښکېلاک لاندې راغلل، د نزول پروسه یې لا اوږده شوه او نن یې موږ حالت ګورو. 
 
 باید ووایو چې د چاپ د صنعت تحریم او په اسلامي نړۍ یې بده اغیزه کومه نوې خبره نه ده او ورته زیاتو نورو مورخینو او د پراختیايي علومو کارپوهانو هم ګوته نیولې ده. ښه مثال یې هغه ترک نړیوال څېړونکی او د سیاسي او اقتصادي علومو استاد  «اسمواغلو» نومېږي، د ترکیې په ګډون د اروپا، امریکا او استریلیا په اقتصادي او د سیاسي علومو په زیاتو ټولنو کې غړیتوب لری. اسمو اغلو په خپل تر ټولو مشهور اثر « ملتونه ولې ناکامیېږی» کې هم دا تحریم د مسلمانانو په تاوان ارزولی دی. 
 
په دې لیکنه کې په دې هم لنډ بحث کېږي چې د اسلامي ټولنو په منځ کې د دوو ډلو چې ځانته روڼ اندي او دینداره وايي تر منځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي او پایلو ته یې څوک نظر نه کوي. په دواړو ډلو کې داسې فکر نشته چې موږ به څنګه یو ځای سره ژوند کوو. دا زموږ په ملک کې تر ټولو اسلامي هېوادونو ستره غمیزه ده. زموږ په هېواد کې افراط او تفریط ښه په درز کې روان دي. 
 
د اسلامي تمدن صعود او نزول ته لنډه کتنه
اسلامي امت یو وخت د قدرت، پوهې، علومو او نړیوال تمدن مرکز او د هغه وخت د ټولې نړۍ د درناوۍ وړ و. اسلامي علمی مرکزونو ته له ټولې نړۍ خلک د زده کړې لپاره راتلل او ورنه ګټه یې اخیستله. د بشر په تاریخ کې هېڅکله انسانانو په دومره ستره ساحه کې لکه په هسپانیا کې له اندولوسه رانیولي ان تر چینه پورې دومره ستر تمدن نه وو جوړ کړی. 
 
مسلمانان د خپل تمدن او عظمت په وخت کې په علم، د ساینس په مختلفو شعبو لکه فزیک، کیمیا، ریاضی، الجبر، طبابت، ادبیاتو، شعر، هنر، کلیګرفي او هر څه کې دومره لوړو درجو ته رسیدلي و چې د بشر په تاریخ کې دومره لوړوو درجو ته بل څوک نه وو رسیدلي.
 
خوبیا یې نزول شروع شو او اوس دې حالت ته راورسېدل چې د اقتصادي نظره تر ټولو ملتونو وروسته یو، د ملګرو ملتونو د نړیوال بشري انکشاف په جدول کې چې د انسانانو هر اړخیز بشري انکشاف ارزوي، په تر ټولو ټيټه کچه کې یو او یوازې یو څو ملکونو لکه کوېټ، امارات او نور د تېلو له کبله یو څه ښه حالت لري.
 
سوال دادی چې ولې او څه پېښ شول چې په مسلمانانو دا حالت راغی؟ دا سوال د دوکتورا په کچه زیاتو علمي څېړنو او لیکنو ته اړتیا لري خو زه به دلته په یوه مهمه مسله تمرکز وکړم چې هغه د مسلمانانو تفکر او په هغو کې بدلون دی، یو وخت د اسلام د راپورته کېدو، د رسول الله او صحابه وو په وخت د هغو فکر څه و او بیا څو پېړۍ وروسته د مسلمانانو تفکر د یوې تکنالوژۍ په واسطه چې د کاغذ جوړولو او چاپ صنعت (Printing Press) دی، څنګه شو او ولې.
 
د مسلمانانو د عروج لاملونه
په حقیقت کې د مسلمانانو د عروج، پوهې او حیرانوونکي واک او ځواک دوه مهم لاملونه وو چې یو یې معنوي او بل یې دنیایي وو. یا په بل عبارت، یو یې خلل نه منونکی ایمان او بل دا چې د هغه وخت معاصرو غوښتنو ته چې څه فرصتونه یې وړاندې کول دوی قبول او اختیار کړل. زموږ په وخت کې دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله خلک لرو چې یو یې مذهبي او دیني خلک دي او بل یې اکادیمیکي او ساینسي فکر لرونکي کسان دي او هر یو یوې خواته اړم وي او بله خبره نه مني.
 
د مثال په توګه که زیاتو خطیبانو ته نظر وکړو یوازې وایي چې الله تعالی د مسلمانانو حالت نه بدلوي تر څو دوی په ځان او خپلو نفسونو کې بدلون نه وي راوستلی، دا حقیقت دی، خو زموږ ورنه فهم څه دی. دوی وایي ټوله څه چې موږ باید وکړو هغه دادی چې باید ایمان او تقوا زیاته کړو، مسجد ته راشو، ښه مسلمانان شو نور هرڅه سمېږي. 
 
بله ډله هغه خلک دي چې د ایمان، تقوا، توکل، تهجد، سجود او صلاه په هکله فکر نه کوي، وایي مسلمانانو داسې او هسې رنسانس او بیداري لرله، دا اوهغه کشفیات یې کړي وو، دومره قوت یې درلود او نور، نو موږ هم باید همدا کار وکړو نو هرڅه به بېرته سم شي او خپل تېر عظمت ته به ورسېږو. دوی استدلال کوي چې کله په اندولوس او په بغداد کې مسلمانانو تمدن او تخنیک ته مخه کړې وه، د واک او ځواک څښتنان وو، خو چې یې ورته شا کړه را وپرزېدل او خوار شول. د دوی لپاره ایمان او تقوا مهم نه ښکاري او نه معنویت ته اهمیت ورکوي.
 
دې ګروپ ته باید خپله تېروتنه ورپه ګوته کړو چې صحابه وو ته وګورئ چې تر ټولو زیاتې ځمکې یې اسلام ته تابع کړې، خو د تکنالوجي له نظره دوی له وروستیو نسلونو زیات وروسته وو. د حدیبیې تر سولې وروسته د الفتح په سوره کې الله تعالی د دوی ستاینه او د بریا راز یې په دې کې بولي چې، « دوی په خپلو منځونو کې مهربانه او په کافرانو د جنګ په وخت سخت وو، د لمانځه، رکوع او سجدې له کبله یې په مخونو کې نورانیت شتون او مسلمان ته غوسې نه کولو اثار دي.» 
 
دا په حقیقت کې د دوی له قرآن او د هغو له لمړنیو آیتونو څخه چې د لوستلو، قلم، علم او زده کړې څخه درک او هوښیاري، کلک ایمان او تقوا و چې نوي نوښتونه، تکنالوژۍ او نوي فرصتونه چې نویو شرایطو وړاندې کول منل یې او ورنه، د اسلام، مسلمانانو او تر واک لاندې خلکو په ګټه یې کارول. نو په حقیقت کې دا دواړه لاملونه چې معنویت او دنیوي نوي فرصتونه او نوښتونه منل وو چې صحابه وو او تابعینو حیرانوونکي پرمختګونه وکړل.
 
موږ منو چې ایمان او تقوا لمړيتوب لري، موږ مخکې له دې چې ساینس او دنیوي چاروته ټوپ کړو باید خپل ایمان او تقوا ته نظر وکړو. خو ځکه چې ایمان، تقوا، عبادات او نور مو په نورو بحثونو او خطبو او موعظو کې تشریح کړي دي نو دلته یوازې ورنه یادونه کوو. خو څه چې زیات نه دي څېړل شوي دادي چې د مسلمانانو هغه مثبت اندونه او د مثبتو بدلونو، نوښتونو، د خپل وخت د مدرنېتې او نویو فرصتونو درک او منل دي. چې دا هم د مسلمانانو د پرمختګ لاملونه وو. همدارنګه کله چې دوی ورنه مخ واړاوه، په وړاندې یې خپل مغزونه وتړل، فکرونه یې محدود کړل، د نویو فرصتونو او دوخت له مدرنېتي او تمدني فرصتونو یې مخ واړاوه، نو همدا فکري محدودیت او بدلون نه منل یې د زوال لاملونه هم شول.
 
علم، تکنالوژي، نوښتونه، نوي مثبت افکار، د ستونزو لپاره حل لارې موندل ټول د الله تعالی پېروزینه او د کوم ځانګړي قوم او ملت کمال او حق نه دی. نو رسول الله، یارانو او تابعینو یې په خپل وخت کې علومو او نوښتونو ته په همدې سترګه کتل، خپل مغزونه یې نه ورته تړل، ورباندې یې تفکر اوڅېړنې کولې، دوی ته الهام قرآني آیات وو، هغه چې وايي: کاینات یې له ثابت تکوین سره خلق کړي، انسان ته یې د علم، تفکر او تدبر توان ورکړی، خپل خلیفه یې په ځمکه کې ټاکلی تر څو ابادي وکړي او د فساد مخه ونیسي. نو د دې غوښتنه داوه چې علم او تکنالوژي چې هر چا لاسته راوړي وي، دوی یې باید له ګټو ځان خبر کړي او ورنه ګټه واخلی او هو له جانبي عوارضو یې ځان وساتي. له دین څخه همدا فهم و چې مسلمانانو له نورو تمدنونو زیات څه زده کړل، خپل زیات ارزښتونه یې ورباندې زیات کړل، راتلونکو نسلونو ته یې پرېښودل، اروپا او نورې نړۍ ورنه ګټه واخیستله او لاندې به ورباندې بحث وکړو. د نویو نوښتونو، پرمختګونو او تکنالوژیو یو ښه مثال نن د انټرنیټ دی چې البته زیات جانبي عوارض به لري خو کوم ملت به زړه ښه کړي چې له ګټو یې کار وانه خلي. 
 
د کاغذ رول د مسلمانانو په پرمختګ کې
نو دلته به د کاغذ په اهمیت او د هغه د مثبت رول په هکله د مسلمانانو په ژوند باندې بحث وکړو او بیا د چاپ د صنعت چې په انګلیسي کې ورته (Printing Press) وايي او د هغو د نه منلو او تحریم بدې اغیزې به په مسلمانانو وارزوو. کاغذ څه شی دی؟ پوهېږو کاغذ د لیک او لوست، علم او پوهې د خورولو ترټولو مهمه وسیله ده او ځينې خلک وایي که د نړۍ ټول تولید شوي کاغذونه یو د بل تر څنګ کېږدو ټوله نړۍ به وپوښي. ځينې غلط فکر کوي چې د انترنېت په زمانه کې د کاغذ کارونه کم شوې خو دا سمه نه ده او څېړنو ښودلې چې تر پخوا زیات کاغذ کارول کېږي.
 
کاغذ په لمړي ځل چینایانو په لمړۍ میلادي پېړۍ کې اختراع کړی و خو هغوی ورنه ‌‌‌‌‌‌ډېره کمه او محدوده ګټه اخیستله. چینایانو د هنر لپاره کاراوه خو د دولتي بیوروکراسۍ لپاره یې ونه کاراوه، د کاغذ ګټه یې عوامو ته ونه رسوله، بلکه یوازې د یوه خاص ګروپ کار و او پټ یې ساته، یوازې هغو کسانو ته یې کاغذ جوړول ښودل چې د دوی په ګروپ کې به وو او دا محدویت په کاغذ تر دری څلور سوه کاله پورې دوام وکړ. تر هغو مخکې لیکل په یوه ماده چې پاپایېرس (papyrus) نومېده، په لرغوني مصر کې له یو ‌‌‌‌‌‌ډول ګیاه څخه جوړېده، ضخامت یې زیات و او لکه کمپله پېچل کېده.
 
د لمړي ځل لپاره قرآن کریم د خرما او نورو په پاڼو ولیکل شو، بیا یې په پوستکي ولیکه، هغه قرآن کریم چې د حضرت ابوبکر صدیق په وخت کې د حضرت عمر په مکرره غوښتنه ولیکل شو په پوستکي و، ځکه پاپایېرس چې په مصر کې پخوا جوړېده دوی نه درلود. په پوستکي لیکلو دا ستونزه درلوده چې زیات ستر و او زیات وزن یې درلود او بل دا چې زر له منځه ته. خو کاغذ داسې خاصیت لري چې رنګ جذبوي او هم زیات دوام کوي. 
 
کله چې مسلمانان په 751 ز کال د عباسیانو په لمړیو وختو کې تر چینه ورسېدل او له چینایانو سره په جګړه کې په هغه سیمه کې چې « فلعه» نومېده په اوسني قرغیزستان کې ونښتل او دا جګړه له سیاسي نظره کومه مهمه ستراتېژيکه جګړه نه وه، په تاریخ کې زیاته نه ده راغلې، خو د تاریخ مسیر یې ځکه بدل کړ چې د کاغذ جوړولو هنر مسلمانانو ته په لاس ورغی. مسلمانانو په دې وخت کاغذ لیدلی و خو په جوړولو یې نه پوهېدل. په دې جنګ کې مسلمانانو یوه وړه سیمه ونیوله او دوه کسان یې ونیول چې کاغذ یې جوړولی شوی. دا دوه کسان یې له یوه وسله وال ګروپ سره په زیات اعزاز د خلافت مرکز بغداد ته واستول. خلیفه چې خبر شو ورته ویې ویل چې تاسو یوازې د کاغذ جوړولو صنعت او هنر موږ ته راوښيئ نو زر به ازاد شئ. دا راښيي چې مسلمانانو څومره زیاته تنده درلوده چې له نا مسلمانو څخه پوهه او کومه نوې تکنالوژي، نوښت او صنعت زده کړي.
 
خلیفه د رسول الله په څېر د علم او پوهې په اهمیت ښه پوه و. زموږ په یاد دي چې د بدر په غزوه کې رسول الله له نیول شوو اسیرانو چې لوستي و وغوښتل چې د پيسو په ځای چې له بنده د ازادېدو په هغه وخت کې ښه وسیله وه، د مسلمانانو لسو تنو ماشومانو ته لیک او لوست ورزده کړي بیا به ازاد شي او همداسې یې هم وکړل. دا ځکه چې هغه وخت لوستي کسان په عربو کې په مدینه کې خورا کم و او رسول الله د وحیې له برکته د لیک او لوست او پوهې په اهمیت پوره پوه و. یوه پېړۍ وروسته خلیفه په بغداد کې همداسې ورته یو کار وکړ چې چینایي اسیران یې د کاغذ د صنعت او هنر په ښودلو سره له بنده ازاد کړل.
 
تر هغو وروسته کاغذ په بغداد، سمرقند او نورو ښارونو کې زیات شو او د پاپایریس ځای یې ونیوه. له بلې خوا، د هغه وخت لیکنې چې په پاپایرېس باندې شوې وې اوس یا تخریب شوې او یا ‌‌‌‌‌‌ډېرې کمې دي او هغه هم په لندن، پاریس او ځينې په قاهره کې په موزیمونو کې دي، موږ د ابن هشام لمړی د سیرت لیکنې په دې ماده کې یو څو ټوټې لرلې خو موږ کوم مکمل کتاب په هغه ماده کې نه لرو. نو موږ پوهېدی شو چې په هغه وخت کې کتاب او لوست د عوامو لپاره ارومرو ناممکنه خبره وه. 
 
د لمړي ځل لپاره خلیفه عباس ابن منصور په ۷۵۴ زدېږ کال کې امر وکړ چې ټوله بیورکراسي، اسناد، مالیه، ذکات، خراج، مکاتیب، یادښتونه او هر څه د لمړي ځل لپاره په کاغذ ولیکل شي. په دې وخت د کاغذ لمړۍ فابریکه له چینه څخه بهر په سمرقند او بیا په بغداد، دمشق او ورپسې په نورو ښارونو کې زیات شو. نو د کاغذ کلمه هم له په اصل کې له چینه رانقل شوې ده او راښيي چې د چینایانو څخه مسلمانانو زده کړې.
 
مسلمانان د کاغذ په اهمیت پوه وو، کاغذ په پوهه او علم کې ستر انقلاب رامنځته کړ. یو له هغو کسانو څخه چې دا مسله یې یاده کړې ده ابن خلدون دی. ابن خلدون لمړی اجتماعي تاریخ پوه دی، هغه لمړی عالم دی چې د ملتونو عروج او زوال یې د ټولنیزو عواملو په رڼا کې ارزولي دي، هغه ان په غربي نړۍ کې د ټولنپوهنې پلار او بتسټګر بلل کېږي. ابن خلدون وروسته ولیکل چې کاغذ د علمي لیکنو لپاره وکارول شو. کاغذ د ټولنیز بدلون، په علومو، هنر، ښوونه او روزنه، سواد، اسلامي علومو، او هر څه کې د مثبت بدلون سرچینه وه. کله چې مسلمانانو کاغذ کارول خپل او رواج کړل، دوی زیاتو نورو مهمو پرمختګونو ته لاسرسی وموند. کتابونه یې ولیکل، د یوناني او نورو اثار ژباړل یې پيل کړل او دا په حقیقت کې د اسلامي نړۍ د رنسانس او عمومي ویښتیا لامل شو. 
 
دا په زړه پورې ده چې پوه شو د هغه وخت کاغذونه د جوړوونکو په نومونو له سلیماني، احمدي، جعفري او نوراني کاغذونو په نامه یادېدل، چې له ښه کیفیت څخه برخمن وو. په چین کې کاغذ په زیات ساده او بسیط شکل او خورا کم جوړېده او یوازې معتبرو کسانو ورته لاسرسی درلود. خو مسلمانانو کاغذ عام کړ، هر چا ورته په ټوله سیمه کې لاسرسی وموند. د کاغذ د عامولو تر شا د کتاب، علم او پوهې عامول و، څنګه چې علم د یوه وړوکي پاړکي له انحصاره بهر شو او عوامو ورته لاسرسی وموند، ټولنیز پرمختګ او تمدن هم لوړو درجو ته ورسېد او مسلمانان په نړیواله کچه د فکر، واک او ځواک خاوندان شول.
 
پاپایېرس داسې جوړېده چې تاوېده او پېچل کېده خو دومره زیات کاغذ پېجل عملي او ګټور نه و. نو دوی شروع وکړه د کاغذ بنډل چې له عربي کلمې رېزمه څخه مشتق او ورنه « ریم» یې جوړ کړ چې دا هم عربي کلمه ده او نن هم د کاغذ بن‌‌‌‌‌‌ډل ته په نړۍ کې ریم وایي. دوی د کاغذ د ریم د یوځای تړلو (binding) هنر زده کړ، ورته یې له کلک کاغذ څخه وقایې جوړې کړې او د اوسني کتاب شکل یې غوره او اختیار کړ. په لنډ ‌‌‌‌‌‌ډول د اوسني کتاب پيدا کېدل په اسلامي نړۍ کې د کاغذ تر انکشاف، ډېرښت او کارونې وروسته رامنځته شو. دوی د کتاب په څنګ/بغل د کتاب نوم لیکل پيل کړل، خو کتابونه یې د اوس په څېر څنګ په څنګ نه درول بلکه یو په بل برسېره یې اېښودل او په دې ترتیب یې د خپلې خوښې کتاب د نورو له منځ را ایسته. نو د اوس وخت د کتاب او کتابتون جوړول هم د مسلمانانو کار دی.
 
کاغذ او د علومو، علمي اثارو، فرهنګ او فکري پرمختګ په اسلامي نړۍ کې
کاغذ چې لیک او لوست، علوم، مطالعه، درس او تعلیم، کتاب ته لاسرسی، علمي بحثونه او ستر علمي مرکزونه په اسلامي نړۍ کې عام او خواره کړل، په عالم اسلام کې ستر کلتوري، فکري، اقتصادي او هر اړخیز تحول راغی. د خلکو سیاسي، دیني او ټولنیز شعور زیات لوړ شو او همدا لامل شو چې هغوی په نړۍ کې د علم او فکر مرکز او د واک او ځواک خاوندان شول. دوی د چین، هند، د مصر د اسکندریې او یونان اثار ټول عربي ته وژباړل او په دې پروسه کې ستر ستر عالمان لکه ابن الهیسم، ابو موسی، جابر بن حیان، ابن سینا، فارابي، ابو ریحان البیروني او زیات نور په اسلامي نړۍ کې راپورته شول. په طبابت، ساینس، کمیا، فزیک، ادبیاتو، کلام، دېسکورس او دیالوګ او نورو کې ستر نابغه شخصیتونه وروزل شول او ستر تمدن یې رامنځته کړ، په دې وخت کې د پوهنتون، په شفاخانې کې د جلا وارد، او نورو مقررات رامنځته شول، دوی په کیمیا، نوري فزیک، الجبر او نورو کې زیات پرمختګ او اختراعات وکړل، دوی صفر او د اوسنیو اعدادو لړۍ چې له 1 تر 9 رامنځته کړل او دا د  (Arabic Numerals)عربي اعدادو  په نامه اوس هم په انګلیسي کې پېژندل کېږي، چې د رومي اعدادو ځورونکی سیستم یې په داسې یوه سیستم واړاوه چې د اوس زمانې کمپيوتري او خصوصا دېجېتلي انقلاب ته یې لاره اواره کړه چې بې له دې اعدادو او صفره نا ممکن کار و. په دې وخت کې چې مسلمانان خپل عظمت ته رسېدلي وو، خو غربي نړۍ په تیاره دوره کې وه، له کتاب سره څه چې له لیک او لوست سره نا آشنا وه. 
 
د ژباړن یادښت: « د ژباړن د سترګو او په خپلو غوږو اورېلې کیسه او حال: ما د امریکا په یوه پوهنتون کې درس لوست، درسي کتاب مو د نړۍ تمدن (the World Civilization) و، زموږ استاد یو آيرلندی کس و چې له تاریخي حقایقو سره یې مینه لرله، یوه ورځ یې خبره کوله چې په هغه کتاب کې هم وه: په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې جنګونه وو، ځينې قبیلې د باربرین په نامه یادېدې، دوی به چې په رقیبه قبیله یرغل وکړ، د ماشومانو، ښځو او بو‌‌‌‌‌‌ډاګانو په ګډون به یې ټول قتل کړل. په دې وخت یوه مسلمان عرب ژورنالیست چې په اندولوس کې په هسپانیا کې و، د دوی په هکله ولیکل: د دې خلکو بدنونه زیات غټ او مغزونه یې خالي دي. استاد بیا نور تشریحات هم ورکړ.» 
 
د غربي نړۍ له کاغذ او د کاغذ له لارې له مدنیت سره بلدتیا
بیا وروسته غربي نړۍ له دوو دریو لارو له کاغذ سره آشنا شوه. یو د نهو صلیبي جنګونو څخه په لمړي جنګ کې کله چې اروپائي صلیبي قوتونو بیت المقدس اشغال کړ، دوی بې له کوم دلیله اسلامي خاورې اشغال کړې. دا لمړی ځل و چې دوی له مسلمانانو، د هغوی له تمدن او په ځانګړې توګه له کاغذ او د مسلمانانو په مرسته یې له کارونې، د دوی له کتابونو، دفترونو، ثبت او راجستر او علومو سره بلد شول. په هغه وخت کې د نړۍ زیات خلک به چې چېرې زېږېدل زیات به یې تر مرګه له خپلې سیمې نه وتل، نو اروپائيان هم تر دې وخته د مسلمانانو له حالته او پرمختګونو خبر نه وو. 
 
په لمړي ځل په اروپا کې د اندولوس په شمال کې لمړۍ د کاغذ جوړولو فابریکه هسپانوي صلیبیانو له مسلمانانو په هغه سیمه کې چې له تولیدو ښار څخه زیات واټن نه لري او د مرسییه ښار ته نېږدې ده او « یسیوه » نومېږي په ۱۱۵۱ میلادي کال ونیوله. په اندولوس کې زیات وتلي مسلمان او یهود عالمان او کارپوهان وو چې په علومو، تجارت، صنعت، طبابت او نورو رشتو کې یې لوی لاس درلود.
 
کله چې اندولوس او ورڅېرمه نور هغه ښارونه او سیمې چې د مسلمانانو تر ولکې لاندې وې بیا هسپانويانو ونیول او هلته مسلمانان، یهودیان او عیسویان د اسلام تر سیوري لاندې سره یو ځای اوسېدل. هسپانویانو یهودو او مسلمانانو ته دری انتخابه ورکړل: یا باید عیسوي شوی وئ، یا به وژل کېدی او یا به یې کډه کوله. نو مسلمانانو او یهودیانو د اروپا نورو ملکونو ته لکه جرمني او انګلستان ته ک‌‌‌‌‌‌ډه وکړه. تاریخ شاهد دی چې دې ملکونو له دې کار پوهانو زیاته ګټه پورته کړه او زیات علوم یې د لیک او لوست په ګ‌‌‌‌‌‌ډون ورنه زده کړل. د تمدن تاریخ پوهان هسپانویان احمقان بولي چې له وتلو عالمانو، کارپوهانو او متخصصو کسانو یې کار وانه خیسته، په کډه کولو یې مجبور کړل، او نورو ملکونو ورنه زیاته ګټه او زده کړه وکړه.  
 
کله چې اروپائيان په اسلامي خاوره کې له کاغذ سره بلد شول، د هغو په اهمیت او کارونه يې سر خلاص شو خو نه پوهېدل چې څنګه یې جوړ کړي او سخته علاقه یې ورسره پيدا شوه. په دې وخت کې دوه سیمې چې پخوا په پېړیو د مسلمانانو تر واک لاندې وې خو د لمړي صلیبي جنګ ته نېږدې وختو کې چې په 1085 میلادي کې اروپائيانو ونېولېوې او هغه اندولوس په هسپانیا کې او سیسیلي ټاپو اېټالیا ته ورڅېرومه او تر دوو سوو (۲۰۰) کالو د مسلمانانو تر تسلط لاندې وې. سیسیلي په اروپا کې د اسلامي تمدن په انتقال کې اروپا ته او په اروپا کې د رنسانس یا عمومي ویښتیا په رامنځته کولو کې زیات رول درلود. ځکه لمړي راجر       (Roger the First) چې ایتالیاوی او سیسیلي یې په « ۱۰۸۲ ز»   کال له مسلمانانو ونیوله او له مسلمانانو سره خورا نرم چلند وکړ، په عربي یې خبرې کولې، او مسلمان او یهودي کارپوهان یې د وزیرانو او مشاورینو په توګه په کار وګومارل، د ماهرینو او عالمانو له پوهې یې زیاته ګټه واخیسته. لمړي راجر داسې تغیرات راوستل چې د منځنیو پېړیو اروپائيانو په افکارو یې زیاته مثبته اغیزه وکړه او رنسانس یا عمومي ویښتیا ته یې زیاته ګټه ورسوله او چټکتیا یې وروبښله.
 
سیسیلي ټاپو چې د اروپا مرکز او د ایټالیا ساحل ته نېږدې پرته وه، له اندولوس څخه یې په اروپا کې زیات د بېدارۍ اثر پرېښود. په سیسیلي او اندولوس دواړو کې مسلمانانو کاغذ جوړول او ورنه کار اخیستل دود کړي وو، زیاتو کسانو شخصي کمپنۍ لرلې چې ښه کیفیت کاغذ یې جوړاوه او دا صنعت په کې زیات پرمختللې و. نو کله چې اروپائیانو سیسیلی او اندولوس له مسلمانانو ونیول د کاغذ جوړولو صنعت او کارول یې له مسلمانانو زده کړل او له سیسیلي څخه یې لنډ اېټالیا ته دا تحول راوړونکی صنعت انتقال کړ. اېټالویانو د کاغذ صنعت ته لا زیاته وده ورکړه، کیفیت او ظرافت یې نور ښه کړ. دوی چې زیاته مساعده ځمکه او سیندونه لرل د اوبو په مرسته یې د کاغذ جوړولو فابریکې (Paper Mills) جوړې کړې چې داسې شرایط مسلمانانو او په تیره عربانو نه درلودل. نو اروپائيانو او خصوصا اېټالویانو تر مسلمانانو ښه کیفیت لرونکي کاغذ جوړ کړل.
 
دا وخت د لمړي ځل لپاره شرایط بدلېږي، لږ پخوا کاغذ یوازې د مسلمانانو په ملک کې تولید کېده، بې له مسلمانانو د چینایانو په شمول کاغذ د لیک او لوست لپاره چا نه پېژاند، خو په دې زماني پړاو کې ښه کاغذ په اروپا کې جوړېده. په لسمه او یولسمه پېړۍ کې اروپائيانو د کاغذ فابریکې له مسلمانانو واخیستې او بیا یې خپله دا کاغذ زده کړ، خورا زیات یې کړ او هم یې کیفیت خورا ښه کړ. په دولسمه او دیارلسمه پېړۍ کې دوی د کاغذ په جوړولو کې سیالي کوي او په څوارلسمه پېړې کې دوی تر مسلمانانو ښه کاغذ جوړوي. د څوالسمې پېړۍ په پيل کې په حیرانتیا سره کاغذ له اروپا څخه اسلامي ملکونو ته راوړل کېږي. اروپائيانو هغه کار وکړ چې تقریبا شپږ پېړۍ پخوا مسلمانانو کړی و، دوی د کاغذ صنعت له مسلمانانو زده کړ، نوره وده یې ورکړه او لوړ معیار ته یې ورساوه. یو څه چې اروپائيانو وکړل دا و چې په کاغذ کې یې (واټر مارک) ورزیات کړ، تر نن ورځې پورې که تاسو کوم د لوړ کیفیت لرونکی کاغذ پېرئ نو که یې رڼا ته ونیسئ تاسو یوه نښه ورباندې لیدئ شئ. دې تخنیک مرسته وکړه چې د کاغذ د جوړولو، ځای، فابریکه او کیفیت یې په کاغذونو کې ورزیات کړ، چې پخوا دا کار مسلمانانو نه و کړئ.
 
له اروپا څخه کاغذ اسلامي نړۍ ته راځي
د 1400 میلادي کلونو وروسته زیات اسلامي کتابونه په اروپایي کاغذونو ولیکل شول ځکه کیفیت یې ښه و. که تاسو د ښه کیفیت کاغذ رڼا او لمر ته ونیسئ، درته نښه یې ښکاري چې څه وخت او چېرې جوړ شوی. نو په پنځه لسمه او شپاړسمه پېړۍ کې ټول کاغذونه له اروپا څخه راتلل او په اسلامي نړۍ کې ټولې فابریکې سقوط او صنعت یې له منځه ولاړ. په 1340 کال یو قرآن کریم په ‌‌‌‌‌‌ډېر لوړ کیفیت لرونکي ايټالوي کاغذ لیکل شوی دی او اوس هم شته. نو ټول مهم اسلامي اثار په دې وخت په ایټالوي کاغذ لیکل کېدل، خو د حیرانتیا ځای دادی چې په داخلي نښه کې یې د صلیب علامه یا نښه هم نقش شوې وه. نو د هغه وخت قرآن په داسې کاغذ لیکل کېده چې د صلیب نښه به په کې نقش شوې وه. ټول خطي اسلامي اثار چې نن موږ لرو په ایټالوي کاغذ لیکل شوي او په دې ترتیب د شپاړسمې پېړۍ په پيل کې د کاغذ صنعت له اسلامي نړۍ ورک شو. لامل یې دا وه چې له اروپا څخه د ښه کیفیت کاغذ په لږ بیه راته نو طبیعي خبره چې په اسلامي نړۍ کې یې د کاغذ صنعت سقوط کاوه. 
 
په اروپا کې د کاغذ ډېرېدل او د ګوتمبرګ د چاپ ماشین 
نو کله چې په اروپا کې کاغذ زیات شو، نو څه ورسره کول په کار و. دلته ده چې متفکرینو لکه جرمني ګوتمبرګ ورباندې فکر کاوه چې څنګه له دې سمه ګټه واخلي. نو ګوتمبرګ چې یو نبوغ لرونکی انسان و، شرایط هم ورته برابر شول، تر زیاتو هڅو او فکرونو وروسته یې د چاپ ماشین اختراع او د چاپ صنعت (Printing Press ) یې رامنځته او وده یې ورکړه. ګوتمبرګ فکر وکړ چې ولې د لیکلو په ځای حروپ په تخته باندې نصب نه کړي او عین ورقې او کتاب بیا بیا هر څومره ځلې چې وغواړي په زیاته شمېر کې چاپ نه کړي.
 
په دې کې شک نشته چې د چاپ صنعت د بشریت په تاریخ کې يو له مهمو اختراعګانو و چې د عرابې  (Wheel) له کشف سره سیالي کوي. دې صنعت هر څه بدل کړل او د لانورو زیاتو بدلونونو لپاره یې لاره اواره او شرایط برابر کړل. خو دا ناممکنه ده چې د چاپ صنعت د بېله کاغذه رامنځته شوی وی نو کاغذ هم د بشریت په پرمختګ کې همداسې یو اهمیت لري. تر کاغذ مخکې ځینې لیکنې په پوستکي کېدلې، خو پوستکی زیات ذخیم، قیمته او په لنډه او ساده توګه د چاپ لپاره وړ نه دی او نه ورباندې لیکل دوام کوي. نو که مسلمانانو کاغذ تر هغې کچې نه وای رسولی د چاپ ماشین او صنعت به نه رامنځته کېدل او یا به په زیات ځنډ رامنځته کېده. 
 
کاغذ، د چاپ صنعت او کتاب په اروپا کې خورېږي
د ګوتمبرګ تر اختراع وروسته په یو څو لسیزو کې د چاپ صنعت په ټوله اروپا کې خور شو. د پېړۍ په بدلېدو کې په 1500 ام زېدیز کال شاوخوا کې دری سوه (300) اروپایي ښارونو ته د چاپ صنعت رسېدلی و. د پنځه لسمې پېړۍ په پای کې 20 میلیونه چاپ شوي کتابونه په اروپا کې پلورل شوي وو. دا داسې یو ځاي او تمدن و چې یوه پېړۍ مخکې یې لیکل او لوستل نه وو زده. دا داسې یو تمدن و چې یوه پېړۍ مخکې کې که چا د ساینس کوم کتاب درلودی کاتولیک کلیسا بې مرګه نه پرېښود. خو د چاپ د صنعت په راتلو هر څه بدلون  وموند. تاسو فکر وکړئ څه واقع کېږي چې تاسو د ساینس، فلسفې، اخلاقو، تاریخ او نور کتابونه په ټولنه کې خواره کړئ. که تاسو دا کتابونه او نور خواره کړئ او تر خلکو یې ورسوئ خلک به زیات تعلیم او سواد تر لاسه کړي.
 
کولمبس امریکا کشف کړه خو څرنګه چې اروپائيانو ته د چاپ، کتاب خپرولو اهمیت روښانه شوی و په مکسیکو ښار او د شمالي امریکې نورو ښارونو کې که څه هم له تمدن څخه زیات وروسته پاته وو د چاپ صنعت په یو څو لسیزو کې عام شو.
 
د اسلامي نړۍ حالت او ځوړتیا 
اوس سوال دادی چې په اسلامي نړۍ کې په دې وخت کې څه پېښ شول؟ په اسلامي نړۍ کې په خواشینۍ سره ځوړتیا، فکري تحجر او د نویو تحولاتو او بدلونو په وړاندې د مغزونو تړل پيل شوي وو. یو وخت به چې دوی نوښت، تکنالوژي، او مثبت کارونه لیدل قبلول به یې، وده به یې ورکوله او لا نور به یې ښه کول، تر نورو خلکو او راتلونکو نسلونو به یې رسول خو دا وخت یې حال بدل او هر څه یې په منفي خوا روان وو. مسلمانانو د شلو کلونو په موده کې د دې کتابونو د ډېرښت په هکله اورېدل او کتل یې چې په تېزۍ او سحر امېزه توګه نړۍ ورباندې ‌‌‌‌‌‌ډکېده، خو څه یې ورنه زده نه کړل. 
 
کله چې مسلمانان په لمړي ځل د چاپ صنعت سره مخامخ شول، بندیز یې ورباندې ولګاوه. په 1485 ز کال عثماني خلیفه دوهم بایزید د چاپ صنعت حرام وباله او بندیز یې ورباندې ولګاوه، ویې ویل چې اجازه نه ورکوي چې تر عثمانی خلافت لاندې اسلامي خاورې ته یې څوک راوړي او دی د هغه وخت د دیني عالمانو لخوا هم په دې تحریم کې حمایه کېده. سلطان امر وکر چې نه یوازې د چاپ صنعت او ماشین راوړل منع دي بلکه هغه کتابونه چې ورباندې چاپ شوي هم منع دي او څوک یې د عثماني خلافت ساحې ته نه شي راوړلئ. په 1515 ز کال د دوهم بایزید ځای ناستي سلطان سلیم امر وکړ که له هر چا سره د عثماني خلافت په قلمرو کې د چاپ په ماشین سره چاپ او جوړ شوی کوم کتاب وموندل شي په مرګ به محکوم او اعدام به شي. د اعدام جزا د قتل، زنا او د چاپ په ماشین، د چاپ شوي کتاب په لرلو ورکول کېده.
 
عثماني خلافت ته د یهودو مهاجرت او ورته د چاپ د صنعت اجازه غوښتل
 په 1494 ام کال له اروپا نه زیات یهودو عثماني خلافت ته مهاجرت وکړ، یهودو عثماني سلطان ته عریضه وکړه چې دوی په اندولوس کې د چاپ غوره صنعت او فابرېکې لري، اجازه یې وغوښتله چې دوی یې راوړي او ورنه کار واخلي. سلطان ورته وویل، هو رایې وړئ خو شرط به دا وي چې یوازې به یې تاسې د خپلو لیکنو او کتابونو د چاپ او خپلو اولادونو د تعلیم لپاره په خپله ژبه کاروئ او مسلمانانو ته به یې نه ورکوئ او نه به یې ور پلورئ. نو له همدې کبله یهودانو او عیسویانو د عثماني خلافت په قلمرو کې د چاپ صنعت درلود او د خپلو خلکو د لوړتیا لپاره یې زیاته ګټه ورنه واخیسته.
 
دا یو تصادف نه و چې د عثماني خلافت په قلمرو کې وروسته یهود او عیسویان تر ټولو عالم او کارپوه خلک، اشراف او بیوروکراته طبقه وو، تقریبا ټول ‌‌‌‌‌‌ډاکتران او انجنیران یهود او عیسویان وو، دا وخت لکه پنځه سوه کاله مخکې نه و چې ابن سینا په نړۍ کې په طبابت کې سرلاری و، اوس په خواشینۍ سره هر څه بدل وو. دا د حیرانتیا ځای نه وو ځکه چې دې مهاجرو یهودو تعلیم ته لاسرسی درلود چې په خواشینۍ سره مسلمانان دا وخت ورنه محروم وو، دا خلک د تعلیم په اهمیت پوهېدل، په خپلو اولادونو یې پانګونه کوله او ځکه عام او متوسط یهودان او عیسویان په عثماني خلافت کې له متوسط پاړکي نه خورا لوړ او له اشرافو څخه شول.
 
د چاپ د همدې تحریم له کبله تر ټولو لمړی قرآن کریم چې په عربي ژبه چاپ شو د مسلمانانو لخوا نه دی چاپ شوی بلکه د غیر مسلمانو له خوا په ایټالیا کې په کال 1537 ام ز کال د ځان د پوهېدو لپاره چاپ شوی او نه یې غوښتل له قرآن څخه بې خبره وي. ځکه مسلمانانو نه غوښتل چې په دې کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي. 
 
باید پوه شو چې ایټالیا تر ټولو زیات له مسلمانانو او اسلامي تمدن سره آشنا شوه، د مسلمانانو د افکارو تر نفوذ لاندې وه او ورنه ګټه یې واخیسته نو ځکه ایټالیا په اروپا کې د رنسانس او بېدارۍ مرکز شو. باید دلته ووایو چې مسلمانانو رنسانس، بېداري او تمدن ته جرقه ورکړه او ايټالویانو او نورو اروپائيانو نوره پراختیا هم ورکړه او لوړو درجو ته پورته شول.
 
که تاسو د اروپایي کلتور او رنسانس په هکله معلومات لرئ، یو شمېر مهم داستانونه او کیسې او په بنسټ یې فلمي سریالونه، قهرمانان یې او محرکه قوه یې، اسمان ته ختل او له جنت او دوذخه ځان خبرول چې مهمه برخه یې د  (Devine Comedy)سپېڅلي کومېدي  په نامه لړۍ ده. دا یو ښه پېژندل شوی حقیقت دی چې د دې کیسو او داستانونو سرچینه د اسلام د پيغمبر د معراج ته ختلو له داستانو او په اسلامي نړۍ کې د هغو له فلکلوریکو کیسو سرچینه اخلي او په اروپا کې له ویښتیا او رنسانس سره ټينګه اړیکه لري او همدې اسلامي فرهنګ ورته د 1370 ز کال په شاوخوا کې د راټوکېدو لاره اواره کړه. دلته موخه داده چې د مسلمانانو د فرهنګ او فلکلور اغیزه د هغه وخت په اېټالیا او بیا اروپا وښيو. دا عادلانه نه ده چې په اروپا کې موږ د ویښتیا او رنسانس کرېدټ ټول مسلمانانو ته ورکړو بلکه حقیقت دادی چې مسلمانانو ویښتیا، رنسانس، تمدن، ساینس او علومو ته جرقه ورکړه او اسلامي تمدن په اروپا کې د رنسانس تومنه شو او اروپائيانو دا ښکارندې له مسلمانانو زده او واخیستلې او تر لوړو کچو یې ورسولې.
 
زیاتې پېړۍ داسې فکر کېده چې دا لمړی چاپ شوی قرآن کریم چې پورته یاد شو، له منځه به تللی وي. خو په 1980 ام کال کې دا کاپي د یوه شخصي ساتونکي سره د ایټالیا په فلورانس ښار کې وموندل شوه او اوس شتون لري. د دوهم ځل لپاره قر آنکریم په 1694 ز کال د جرمني په هامبورګ ښار کې د ابراهام لېنکن یهودي لخوا چاپ شو او دا اوس هم موجود دی. دریم قرآنکریم په روسیه کې چاپ شو او په خواشینۍ سره مسلمانانو ورته پام نه کاوه او سخت د غفلت په خوب ویده وو او د چاپ صنعت یې حرام باله. لکه مخکې مو چې وویل په عثماني خلافت کې اوسېدونکو یهودو او عیسویانو د 1520 او 1540 کلونو تر منځ د چاپ صنعت ته وده ورکړه، خو هغوی په عربي علمي ژبه چې د عثماني خلافت د دربار ژبه وه د چاپ حق نه درلود. بلکه یهودانو یوازې په خپلو پخوانیو او ځایي ژبو ورباندې لیکنې او کتابونه د خپل ځوان نسل د تعلیم او خپلو خلکو د سواد او پوهې د کچې لوړولو لپاره چاپول او د دوی صنعت مسلمانانو ته کومه ګټه نه رسوله.
 
څه وخت په عثماني خلافت کې د چاپ صنعت ته نیمګړې اجازه ورکړل شوه؟
په دې وخت کې په عثماني خلافت کې طبیعي ده ځينې علما او منورین د چاپ په اهمیت پوهېدل، وړاندیزونه یې هم کول خو حکومتي سیستم مطلقه العنانه و او د چاپ اجازه یې نه ورکوله. په پای کې د خلکو ویښتیا او غوښتنه او د وخت تقاضا د حاکم پاړکي ذهنیت کې هم یو څه کمه اغېزه او توپیر رامنځته کړ. د لمړي ځل لپاره یو هنګری الاصله عالم چې په اصل کې عیسوي تولد شوی و بیا مسلمان شوی و او لوړو درجو ته ان تر وزارته پورې په عثماني خلافت کې رسېدلی و او ابراهیم متفرکه نومېده په 1720 کال یې د عثماني خلافت ستر مفتی ته عریضه وکړه او د چاپ د صنعت اړتیا یې په عثماني خلافت کې په روښانه ټکو په ګوته کړه چې دوی د چاپ صنعت ته اړتیا لري.
 
په دې ترتیب تر دری سوه کاله وروسته چې ګوتمبرګ په اروپا کې د چاپ صنعت خور کړ په اسلامي نړۍ کې د عثماني خلافت په حاکمیت کې دا لاره اواره شوه چې یو عالم لوی مفتي ته ووایي چې د خدای لپاره ویښ شئ او د چاپ صنعت ته اجازه ورکړئ. ابراهیم یو کتاب ولیکه چې «وسیلة الطباعه» نومېده او مفتي ته یې ورکړ. په دې کتاب کې هغه استدلال وکړ چې یو هغه لامل چې اروپا په علومو، تمدن، صنعت او نورو کې دوی ته راورسېدل او بیا ورنه مخکې شول همدا د طباعت او چاپ وسیله وه، ځکه اکثریت مسلمانان بې سواده او وروسته او بېوزلي پاته شول او په مقابل کې اروپائیان د کتاب او سواد له برکته لوړو درجو ته پورته شول. بېځایه غرور او ړوند تحلیل د انسانانو سترګې ړندوي، له حقایقو یې لېرې ساتی. په همدې اساس تر ۱۷۲۰ کاله پورې عثماني ترکانو فکر کاوه چې دوی به بیا غالب او اروپائيانو او عیسویانو ته به ماته ورکړي. خو ورو داسې علایم راښکاره شول چې د عثماني خلافت زوال یې ښوده.
 
په پای کې د عثماني خلافت ستر مفتي پرېکړه وكړه چې د چاپ صنعت ته مشروطه اجازه ورکړي خو دری شرطه یې کېښودل:
  • لمړی شرط، په عربي به هېڅ لکنه نه چاپوي؛
  •  دوهم شرط دا و چې چاپ شوي مواد به د اسلام له دین سره کومه اړیکه نه لري، د اسلام د تاریخ، تفسیر، سیرت، احادیثو او هېڅ دیني مسله کې به کومه لیکنه نه چاپوي؛ 
  • دریم شرط دا و چې حکومت به هر چاپ شوی کتاب وروسته له غور اوکتنې تاییدوي او د تایید تر مهر وروسته به اجازه ورکول کېږي او تر دې دریو شرطونو عدول بیا هم د محکومیت او اعدام لامل و. 
  •  
    نو دلمړي ځل لپاره په کال ۱۷۲۶ د ګوتمبرګ د چاپ تر اختراع وروسته « ۳۰۰» کاله وروسته ځينو سیکولر، ساینسي، د طبابت او نورو غیر دیني کتابونو ته د چاپ اجازه ورکړل شوه. دلته خورا روښانه ده چې د مسلمانانو سایکېک او فکري حالت یې نه شو بدلولی، ځکه په اسلامي علومو کې یې هېڅ کوم کتاب نه شوی چاپولی چې د مسلمانانو ټولنیزه، سیاسي او دیني پوهه زیاته کړي.
     
    ټولې نړۍ ته د مکسیکو او سویلي امریکې په ګډون په لېرې پرتو وړو ښارونو کې د چاپ صنعت خور شوی و، خو عربي او اسلامي نړۍ، چې یو څو پېړۍ مخکې د نړۍ د علومو مرکزونه و لکه دمشق، بغداد، قاهرې او نورو اسلامي ښارونو ته لا د چاپ صنعت نه و راغلی چې په نتیجه کې یې عامه مسلمانان له کتاب، سواد، لیک او لوست څخه محروم پاته شوي وو. په اسلامي نړۍ کې فکري قوه، علمي تحلیل او د پرمختیایي وسیلو منل له سقوط سره مخ و، خامخا به ځينې عالمانو زړه خواړه او ورباندې به پوهېدل او ځورېدل به خو څه یې نه شوای کولئ ځکه حاکم نظام اجازه نه ورکوله.
     
    دا څو پېړۍ همداسې یو وخت و چې په اسلامي نړۍ کې زیات منفي او ملا ماتوونکي بدلونونه راغلي وو، خو زیات شمېر مسلمانان نه ورباندې پوهېدل، هغه څوک چې پوهېدل چایې خبره نه منله. 
     
    په اسلامي نړۍ کې لمړۍ د چاپ ازاد صنعت
    د لمړي ځل لپاره په اسلامي خاوره کې د چاپ ماشین په ۱۷۹۸ کال کېښودل شو، خو بیا هم په خواشینۍ سره د مسلمانانو په لاس او د اسلامي دولت په اجازه دا کار و نه شو بلکه د استعماری قوتونو تر لمړي اشغال وروسته د ناپيلیون بوناپارت په واسطه دا کار وشو او دا هغه وخت و چې غربي استعمار او ښکېلاک نوی پيل شو. کله چې ناپلیون مصر اشغال کړ د چاپ ماشین یې له ځان سره په کښتۍ کې راوړ او د چاپ صنعت یې په اسلامي خاوره کې بناکړ.
     
    ابن خلدون وايي: په ټولنو او ملتونو کې د زمانې په تېرېدو که کوم مثبت کار ونه شي کله کله زیات منفي بدلونونه راځي چې کم څوک ورباندې پوهېږي او کوم کم کسان چې ورباندې پوهېږي هغو ته څوک غوږ نه نیسي. د یوې ټولنې او ملت خلک ځانته د پخوا اټکل کوي خو د مختلفو پېچلو لاملونو له کبله سیاسي او ټولنیز شعور یې زیات ځپل شوی وي او زیات بدلون په کې راغلی وي. دې ته ورته، د حیرانتیا خبره خو داده چې کله ناپيلیون مصر اشغال کړ د مملوک کورنۍ امپراتوري چې اوه پېړۍ یې حکومت کړی و، د مغولو چپاولګرانو ته یې ماته ورکړې وه، لا په قدرت کې پاته وه. خو همغه قدرتمنده امپراتوري داسې حالت ته راغلې وه چې د یو څو ورځو لپاره یې هم مقاومت ونه کړ او ناپليون په یوه اونۍ کې ټول مصر ونیو.
     
    ناپیلیون چې له خپلو لښکرو سره راغی ‌‌‌‌‌‌په همغه کښتۍ کې یې د چاپ ماشین هم ورسره راوړ او په لمړي ځل یې د دولت له کنتروله بهر د چاپ ازاد صنعت رامنځته کړ. ایا دا د خواشینۍ ځای نه دی؟ خو دا یو واقعیت دی. همدا رنګه هر اشغال دوام نه کوي، تاسو یو ملک اشغالولئ شئ لکه افغانستان او عراق نو بیا به څه کېږي، دا مهمه خبره ده باید خلک ورباندې پوه شي. ځکه چې خلک ونه غواړي اشغال دوام نه کوي. کله چې ناپلیون بوناپارت هم خلکو په مصر کې نه غوښته نو اړ شو چې له مصر څخه بهر شي، خو د چاپ ماشین او صنعت په مصر کې پرېږدي.
     
    کله چې ناپلیون له مصره په وتو مجبور شو د مصر واګې محمد علي باشا ته ورسېدې او له عثماني خلافت سره یې پرېکون وکړ. یو له هغو لاملونو چې مصر په اسلامي او عربي نړۍ کې په زیاتو علومو کې سرلاری شو وروسته همدا د ازاد چاپ صنعت یې لوی لامل و او نور لاملونه لکه د محمد علي باشا نور اصلاحي پروګرامونه هم ورسره مل وو. د لمړي ځل لپاره د اسلامي علومو او دیني کتابونو د چاپ صنعت په مصر کې د « بولاق» په نامه چاپ خونه وه. په اسلامي نړۍ کې د بولاق د مرکز په مرسته چاپ شوي کتابونه د علمي کیفیت، دقت او اخځلیکونو په دقت کې سرلاري وو. مهم لامل یې دا و چې د دې مسولین عالمان و نه کار و باري خلک چې یوازې د پيسو لپاره کارکوي. دوی هر راز دیني کتابونه چې پخوا لیکل شوی و د احادیثو د کتابونو په ګډون لکه صحیح بخاري، فتح الباري، ابن کثیر او نور تصحیح او په بولاق چاپ خونه کې یې چاپ کړل. تر دې وروسته چې د نړۍ کنجونو ته چاپ رسېدلی و د لمړي ځل لپاره په دې ترتیب په قاهره، بغداد، دمشق او نورو لویو ښارونو کې په اسلامي نړۍ کې دا صنعت رامنځته او معرفي شو.
     
    په دې وختونو کې په زیاته خواشینۍ سره د همداسې فکري تحجر؛ له واقعیتونو لېرې والي؛ د رسول الله، صحابه وو او تابعینو د کړنو خلاف چې ژور فکر او په شورايي نظام سره یې کار کاوه؛ د غلطو پالیسیو، د علومو د خورولو، مطلق العنانه واکمنۍ، رښتینو عالمانو او کارپوهانو ته غوږ نه نیولو، د نړۍ له حالاتو او انکشافاتو د بې خبرۍ او نه تحلیل له کبله عثماني خلافت یوازې په سمبولیک ‌‌‌‌‌‌ډول پاته و او رښتینی واک او ځواک یې له لاسه ورکړي وو. له همدې کبله په شپږو کلونو کې اتاترک یې بیخي لمن ورټوله کړه. موږ مسلمانان ځینې وختونه په خواشینۍ سره د خپلو ستونزو او غلطو پالیسیو ارزونه نه کوو او هر څه له بهره بولو، بهر نه شو کترولولئ او ځکه پاته راځو. 
     
    پخواشینۍ سره مسلمانان تاریخ نه لولي، د عثماني خلافت پخپل وخت کې سترې کارنامې درلودې، خو بیا د ډېر وخت لپاره د زوال په وخت کې هسې د زړې ورستې ونې د ډډ او ساقې په څېر و. 
     
    د ژباړن یادښت: « ما یو وخت یو کتاب چې نړیوال وتلي ترک لیکوال لیکلی او « ملتونه ولې ناکامېږي» نومېږي، ځینو کسانو ته معرفي کاوه. هلته هم د چاپ صنعت تحریم ته په عثماني خلافت کې اشاره شوې وه، خو زه نه وم ورباندې خبر، شک مې درلود، دا خبره مې زړه نازړه له ګډونوالو سره شریکه کړه، یو کس چې خورا نیک انسان دی خوابدی شو او ویې ویل چې دا لیکوال سم سړی نه دی. د دې ځوان د خوابدۍ لامل دا و چې ده نو فکر هم نه شو کولی چې په عثماني خلافت کې به نو کوم کمښت و. د دې بې خبرۍ لامل دادی چې موږ په دې نه پوهېږو چې سترې او قدرتمندې امپراتورۍ، لوی لوی تمدنونه او تهذیبونه، که په ځان کې د بدلو عوامل ونه لري تر یو څو نسلونو وروسته له منځه ځي. تاریخ موږ ته دا راښيي.» 
     
    دعثماني خلافت دا زوال تصادفي نه و، یو خو څه شی نه و پکې پاته. بله خبره داده چې په نړیوال جنګ کې هم داسې پېښې وشوې چې د عثماني خلافت له زړښت څخه نړیوالو قوتونو ګټه واخیسته، په نړیوال جنګ کې د جرمني په ګټه ورګډ شو، همدې ورته زیات تاوان وکړ. رژيم هم ناتوانه او وروست شوی و، خلیفه یوازې په نامه و، د ځوان ترکان یو خوځښت رامنځته شوی و، او نظامي جنرال مصطفی کمال په کوم جنګ کې ښه وځلیده، د ځوانو ترکانو ملاتړ ورسره و، خلکو د رژیم ناتواني په ټول وجود درک کړې وه و او د ننګې څوک یې نه وو پاته، نو مصطفي کمال چې بیا د اتاتورک لقب خپل کړ عثمانی خلافت ته د پای ټکی کېښود. همدارنګه د کاغذ صنعت او پراختیا او بیا یې له لاسه وتل او د چاپ صنعت تحریمول او حرام ګڼل د اسلامي امت په لوړوالي او عظمت او په زیات درد سره یې له نزول سره ټينګې اړیکې لري.
     
    ولې مسلمانانو د چاپ صنعت حرام وګاڼه
    دلته اصلي سوال دادی چې ولې مسلمانانو د چاپ صنعت حرام وباله او بندیز یې ورباندې ولګاوه ؟ په داسې حال کې چې پخوانیو مسلمانانو اوه سوه کاله شاوخوا مخکې د کاغذ صنعت له چینایانو د زده کړې او د ستر فکري، علمي، دیني، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ تاریخ او فرهنګ هم درلود او هې یې لیدل چې په عمل کې اروپا څومره د چاپ له صنعت سره پرمختګ وکړ.
     
    کېدی شي چې ځينې اقتصادي دلایل لکه څنګه چې ځينې کسان یې یادوي، یو څه به رښتیا وي. لکه چې که چاپ قبول شوی وی کاتبانو به دندې له لاسه ورکړې وې، نو دوی هڅه کوله چې د چاپ صنعت مخه ونیسي او واسطې او وسیلې یې کولې، له بلې خوا د لاتین ژبې په خلاف چې یو له بله بېل او جدا حروف لري، عربي حروف یو شمېر ترکیبي کلیمې لري چې د چاپ لپاره یې ستونزې جوړولې، خو هغه چې وایي، چېرې چې سیاسي اراده شتون ولري هلته نتیجې او لاسته راوړنې رامنځته  کېږي، که اراده وی، خپله پانګوالو دا کار کاوه. که ښه ېې مطالعه کړو هلته په پای کې ډېرو کمو خلکو بلکه یوازې سلطان ټولې پرېکړې کولې، رښتینو عالمانو او کارپوهانو ته یې غوږ نه نیوه، نو ځکه له واقعیتونو څخه سلاطین لېرې شوي و او خلافت په مطلقه ملوکیت بدل شوی و او دا په زیاتو رژیمونو کې یوه ستره بلا وي. 
     
    تر ټولو لمړی لامل د چاپ د تحریم دا و چې دایې د کافر تکنالوژي وبلله. مسلمانان دومره غافل او مغروره شول چې فکر یې کاوه دوی د نړۍ حاکمان وو، نړۍ ته یې دا او هغه وروښودل او دا خبره رښتیا هم وه، نو اوس له بېرونه د نوښت منل ورته توهین ښکارېده. دوی د خپلو تېرو نسلونو اوتېر تمدن په لاسته راوړنو دومره غافله شول چې خپل مغزونه یې د نویو بشري انکشافاتو په هکله وتړل. دې ته یې ونه کتل علم او پوهه هېڅکله یوازې د یوه نسل، قوم، تمدن او جغرافیوي سیمې، کوم ملک او امپراتورۍ ځانګړې لاسته راوړنه او کمال نه دی بلکه د تاریخ په هره مرحله کې دا هر څه د الله تعالی تخلیق او ورکړه وه او هم د بشر د هڅو، فکر او هڅو پایله وه، او تل به همداسې وي.
     
    بل دلیل له هغوی سره دا و چې که دوی چاپ ته اجازه ورکړي، هر سړی به لیک او لوست او د دیني کتابونو ویل پيل کړي او اسلامي علوم به خراب کړي، چې په خواشینۍ سره دا وېره تر ننه هم د ځينو خلکو سره شته ده. دا ویره که جدي هم وي، خو حل لارې لري، نه ښايي چې پخپلو خلکو کې د علومو او پوهې د پرمختګ مخه ډب کړو. د دې ستونزې اصلي چاره داده چې د رښتینو هڅو او دعوت له لارې د دیني علومو اصلیت او کیفیت وساتل شي نه چې خلک له علومو محروم شي. که د دوی تشویش ته وګورو داسې به وو، لکه د نن په اصطلاح چې مفتي ویکیپيدیا او شیخ ګوګل چې له ځانه فتواوې ورکوي. دوی فکر کاوه چې که د چاپ صنعت ته اجازه ورکړي، دا او هغه او ټول خلک به صحیح بخاري او ابن کثیر ولولي او خلک به ګمراه شي.
     
    البته دا ستونزه به تر یوې کچې اوس پېښه شوې وي، موږ به داسې خلک لرو چې له ګوګل او ویکیپيډيا څخه په نقل قول به فتواوې ورکوي. خو راځئ رښتیا ووایو، آيا موږ نه شو کولئ چې د رښتینو دیني عالمانو او داسې خپل سرو مفتیانو تر منځ توپير وکړو؟ بلکل کولئ شو. خلک به نظریات ورکوي او دیني دلایل به هم راوړي، خو که د ټولنې اکثریت خلک لوستي وي او یو څه اساسي معلومات ولري، آيا د یوه رښتیني عالم او یوه تش په نامه د علمیت د مدعي تر منځ توپير نه شي کولئ؟ په دیني مسایلو، لکه عقایدو، احکامو او معاملاتو کې د اعتبار وړ کسان په ټولنه او ملت کې معلوم وي او چې خبرې وکړي سړی له ورایه ورباندې پوهېږي چې څومره علمیت لري. نو بیا هم که دا یوه ستونزه وي خو په یقین سره د عوامو منع کول د اسلامي علومو له زده کړې او د زده کړو له وسیلو لا زیاتې نورې تلپاتې ستونزې زېږوي او ملتونه له پښو غورځوي. 
     
    زه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نه یم خو باور کړئ چې د لایق او نالایق ‌‌‌‌‌‌ډاکټر تر منځ توپير د هغه له تشخیص، خبرو او نسخې کولی شم او زه یقین لرم چې تاسو هم دا کار کولئ شئ. موږ باور کولی شو چې که هلته د چاپ صنعت ته وختي اجازه ورکړ شوې وی او ورسره یې د علمي درجو، د علمي فتواوو د ورکولو، د علمي مقامونو د ورکړې او د علمي او با اعتباره لیکنو او تالیفاتو د تایید او یا رد لپاره مناسب معیارونه ټاکلي وی، نو تر بندیز او تحریم به زیات ګټور وی. موږ ګورو په نړۍ کې نن سبا د علمي لیکنو په هکله همدا کار کېږي. هر څوک په انټرنېټ کې لیکنې خپروي، خو پوهېږو چې د علمي او مسلکي اعتبار وړ لیکنې تر ډېره په معتبرو ژورنالونو کې خپرېږي، په لیکنه کې د موثقو اخځلیکونو راوړل چې د هغو په مرسته علمی لیکنه برابره شوې وي د لیکنې په اهمیت ورزیاتوي. 
     
    د ژباړڼ یادښت: « زما یوه استاد یو وخت وویل چې نن سبا د کمپیوتري سفتورونو شتون یوه ستونزه رامنځته کړې ده چې په مرسته یې تخنیکران ډیزاینونه کوي، خو دوی چې د ارزونې توان نه لري، که تکنالوژي تیروتنه وکړي دوی نه ورباندې پوهېږي.» نو اوس موږ نه شو کولی چې د کمپیوتر له زده کړې او سفتور له انکشاف او کارونې کار وانه خلو، بلکه داسې مقررات رامنځته شول چې دا تیروتنه اصلاح کوي. 
     
    د ګوګل او ویکیپیدیا په شتون کې د کره علمي لیکنو او نورو تر منځ په اسانه توپیر کولی شو
    نن هم که وګورو په ویکیپيدیا کې هر څه شته، یو شمېر عاجل معلومات ورنه اخیستلی او خپل معلومات ورباندې زیاتولی شو، خو کم کارپوهان یې په خپلو لیکنو کې د اخځلیکونو په توګه راوړي. همدارنګه، که ګوګل ته زیات خلک لاسرسی لري خو کم خلک پکې کره موضوعات موندلی شي.   روښانه ده که موږ په یوه معتبر علمي ژورنال کې خپله لیکنه خپرېدل غواړو تر څو مو خپل معتبر موخذونه یا ریفرنسونه نه وي ښودلي او د علمي او څېړنیزو لیکنو ټول معیارونه مو نه وي مراعات کړي، لیکنه به مو په هغه معتبر علمي ژورنال کې قبوله او خپره نه شي. زیات لوستي کسان چې لږ او ډېر لیکل هم کوي، ګوګل ته هم لاسرسی لري، خو نه شي کولئ علمي معتبرې لیکنې وکړي. له همدې کبله زموږ اکثریت له پوهنتونه فارغان مونوګرافونه په نورو تجارتي کسانو لیکي. 
     
    د مسلمانانو نزول او د اروپائیانو عروج
    په دې تایخ پوهانو او څېړونکو زیات تحقیق کړئ، او تثبیت کړې یې ده چې پخوا وختونه د اووه پېړیو نه زیات مسلمانان تر اروپائيانو په علومو، پوهه، فرهنګ، اختراعاتو، تمدن او هر څه کې زیات مخکې وو، د 1550 ام ز کال په شاوخوا وختونو کې او ورنه وروسته سره برابر شول، مسلمانانو تنزل کاوه خو ارړپائيانو پرمختګ ته دوام ورکړ. د 1600 کال په شاوخوا کې دا توپير خورا زیات او چټک شوی و. علت یې روښانه و چې د 1800 ام زکال په شاوخوا کې متوسط مسلمان ته نه په لاس لیکل شوی او نه چاپ شوی کتاب رسېدلی و، ځينو مورخینو چې دواړه مسلمان او غیر مسلمان په کې شامل دي وایي چې که د مسلمانانو د ځوړتیا لپاره یو مهم لامل غواړو ذکر کړو هغه به د چاپ د صنعت تحریم وي، چې زه ورسره تر ‌‌‌‌‌‌ډېره همغږی یم (داکتر یاسر قاضي). ځکه د چاپ له صنعت سره پوهه او علم راځي او له علم سره قدرت او اقتدار رامنځته کېږي. تاسو نن په ټوله نړۍ کې نظر وکړئ او وګورئ کوم بېعلمه ملت، قوم او ټولنه، بې د کتاب لوستلو، لیک او لوست مقتدر ملک جوړلئ شئ؟ هر ‌‌‌‌‌‌ډول قدرت که هغه اقتصادي وي، که سیاسي او که دیني ټول له پوهې او علم له خوراوي سره تړاو لري.
     
    د چاپ ماشین او صنعت دومره زیات اثر وکړ چې کاتولیکه کلیسا یې په دوو برخو ووېشله، مارتین لوترکېنګ د چاپ صنعت درلوده او انجیل یې ورباندې چاپ کړ چې پخوا کاتولیکې کلیسا چاته اجازه نه ورکوله. نو د ویښتیا یا رنسانس او پراخه اصلاحاتو رامنځته کېدل په اروپا کې د چاپ د صنعت له کبله رامنځته شول. نو د چاپ له صنعت سره قدرت او اقتدار رامنځته شو او اروپائيان یې د زیات قوت خاوندان او اوسني حالت ته راورسول.
     
    نو په پای کې بیا بایددتکرار کړو چې د مسلمانانو صعود او عروج په لمړي سر کې د معنویت، کلک ایمان او عقیدې زېږنده وه خو له بلې خوا هم مدرنیتې، نویو علمي او تکنالوجیکي نوښتونو ته پام او ورنه ګټه اخیستل، لا یې پنځول او وده ورکول، ورنه د خلکو او ټولنې د پرمختګ لپاره کار اخیستل و.
     
    خو په خواشینۍ سره نزول یې هم د نورو یو شمېر لاملونو تر څنګ د چاپ د صنعت په تحریم، بندیز او حرام بللو کې نغښتی و. ځکه عام مسلمانان یې د کتاب، تحلیل او تلپاتې ویښتیا څخه بې برخې کړل. موږ مسلمانان اوس هم له دې ستر رنځه کړېږو او ستونزمنه ښکاري چې کله به هم موږ دا کار وکړی شو او کنه او هغه بیا بېل بحث دی.
     
    همدارنګه صحابه او تابعین رحمهم الله چې د قوي ایمان لرونکي او د دې امت لپاره الګو او تر ټولو ښه خلک وو خو د دې تر څنګ یې شرایط د امکاناتو او تکنالوژۍ له پلوه تر وروستیو نسلونو کم وو. خو د دوی قوي اراده چې له هره نوي امکان او نوښته سره یې مینه درلوده، په پټو سترګو یې نه ردول، ژوره مطاله یې ورباندې کوله او ورنه مثبت او د اسلام او خلکو په ګټه یې کار اخیسته. له همدې کبله ګورو چې دوی هر چېرې کتابونه نیول ساتل یې او که به ګټور و سمدلاسه یې د اړوندو کارپوهانو په مرسته عربي ته ژباړل او ورنه ګټه یې اخیسته او مثالونه یې هم زیات لرو.
     
    له همدې کبله د حضرت عمر ابن خطاب رض له وخته چې نورې امپراتورۍ یې لاندې کړې په لمړیو وختو کې ټول محلي دولتي دوایر او لیکنې په محلي ژبو وې، ځکه دوی د دولتدارۍ او دېوان کومه تحربه نه لرله. خو دوی یې په اهمیت پوه و او زر یې یو منظم نظام او سیستم رامنځته کړ. د امویانو په لمړي سر کې په هره نیول شوې سیمه کې د هغه ځای ژبه کارېدله او یوازې د امویانو په اخرو وختونو کې دوی عربي ژبه رسمي کړله، خپله کرنسي یا پولي نظام یې معرفي کړ، تر دې مخکې دوی د همغه ځای مروکې پيسې کارولې.
     
    د مسلمانانو اوسنی حالت
    اوس چې الحمد لله د مسلمانانو په افکارو کې زیات بدلون راغلي خو بیا هم موږ دوه افراطه لرو. لمړی افراط دادی چې زموږ یو شمېر خلک په مذهبي مسایلو کې دومره تنګ نظره دي چې هرڅه له پلار اونېکه ورته رسېدلي ورباندې ټينګ ولاړ دي او په بل عبارت دین او یو شمېر دودونه ورنه ګډ شوي دي. نن هم ان په شمالي امریکا کې داسې مسجدونه لرو چې ښځو ته د جمعې په لمانځه کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون اجازه نه ورکوي. تر اوسه په شمالي امریکا کې داسې ځينې مسجدونه شته چې په یوه ګو‌‌‌‌‌‌ډه ماته پخواني عربي لهجه د جمعې مبارکې د لمانځه خطبه وايي. دوی باور لري چې دا دوی ته له پلرونو پاته ده. زموږ په یاد دي کله چې مایکروفون جوړ شو نو ویل یې چې موږ به یې ونه کاروو، کله چې رادیو او تلویزیون رامنځته شول دې راز کسانو ویل دا شیطاني آلې دي مه یې کاروئ، خو تاسې نړیوال تحولات په تکنالوژۍ کې نه شئ ردولئ او باید په هوښیارۍ ورنه کارواخلئ.
     
    خو بل افراط دادی چې ځينې خلک ځانته مسلمانان هم وایي نو د دوی په اند هر څه چې خلک غواړي باید و یې منو، د نرو او ښځو بېلوالی او د یوه حد شتون نه مني، د همجنسانو ازدواج روا بولي او هر څه چې خلک غواړي په اسلام کې یې ومني. نو دا دواړه افراطه زموږ لپاره یوه ستره ستونزه ده. زموږ زیات کسان چې په دې دواړو خواوو کې دي ورځ تربلې له یو بله لېرې کېږي او پایلوته یې نه ګوري. نو باید داسې عالمان وي چې دا تشه ‌‌‌‌‌‌ډکه او دا دواړه خواوې سره تفاهم ته راوبولي. خو باید ومنو ګې له دې مسلو سره سم مناسب او عقلاني چلند اسانه کار نه دی. دا علمیت، له الله تعالی وېره او تقوا خو او وسیع نظر غواړي تر څو داسې مسلو ته د حل لارې ومومو.
     
    بیا هم که تاسو وپوښتئ چې ولې په عثماني خلافت کې دیني عالمانو هم د چاپ له صنعت سره مخالفت کاوه. اجازه راکړئ چې یو مثال راوړم چې زه یې په راتلونکي لنډ وخت کې عملي کول غواړم او کېدی شي ځينې له تاسو درنو دوستانو هم ورسره تشویش پيدا کړئ. مسله داده چې زه هڅه کوم چې په خپل جومات کې چې اوس په عربي او انګرېزي دواړو ژبو خبرې کوم، خو قرآني آيتونه به په عربي تلاوت کوم خو ژباړه به یې په انګلیسي کوم او د دې تر څنګ به پاورپاینټ پرېزنتشن هم کاروم او موخه داده چې د لمونځ کوونکو پاملرنه خطبې ته راجلب او هغوی ته یې فهم اسانه کړم، د محراب په دواړو خواوو کې به غټ سکرینونه وي او لمونځ کوونکي به یې په اسانۍ سره لیدئ  او تعقیبولئ شي. تاسو پوهېږئ چې کله په لمړي ځل دا کار څوک وکړي له زیاتو غبرګونو سره به مخ شي.
     
    زیات به دا بدعت او ناروا وبولي خو زه باور لرم چې په کراره به یې زیات امامان او لمونځ کوونکي ګټو ته پام وکړي او وبه یې مني. نو د چاپ خبره هم همداسې وه. ځينې به ووایي چې سبا به په ویدیو خطبه ورکوئ او نور. خو باید ومنو چې په دې به دیني جیېد علما بحث او ځېړنه کوي او د شریعت په رڼا کې روا او ناروا به ټاکي. زه به انشا ء الله د اسلامي مرکز بور‌‌‌‌‌‌ډ او رهبري هیئت ته دا عرض کوم، اجازه به یې اخلم، خو زه تر اوسه نه پوهېږم چې رهبري به یې ومني او کنه او انشا ء الله که ومنل شي نو په نوي مسجد کې به یې پيل کوو. وروڼو او عزیزانو زه باور لرم چې دا کار به نن یا سبا څوک کوي.
     
    په پای کې د اسلام مبارک دین الله تعالی رالېږلی چې تر قیامته په هر ځای، هرو شرایطو او وخت کې د قبلېدو او پلي کېدو وړ دی، له همدې کبله اسلام ماشا ء الله له الاسکا تر سایبریا خپور شوی او لا به خورېږي خو له موږ نه هم له شرایطو سره سم د دین او شریعت په چوکاټ کې تدبیر ته اړتیا ده چې علما به مو رهبري کوي. 
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    وینا وال: ډاکټر یاسر قاضي 
    ژباړن: محمد عارف رسولي
    د اسلامي امت سیاسي عروج او زوال او لاملونه یې

    تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

    د لیکوال نورې لیکنې
    Loading...

    تبصرې

    تبصرې نشته

    خپله تبصره مو ولیکئ