د افغانستان لپاره د ایران او جرمني استازو په افغان سوله خبرې کړي

روهي (یوه نۍ/۱۸ د لړم)، د افغانستان لپاره د ایران او جرمني استازو ابراهیم طاهریان او مارکس پوتزل په افغانستان کې په روان وضعیت او سولې په اړه خبرې کړي دي.
 
دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې اوسنۍ رامنځته شوی فرصت مهم بللی او د سولې له خبرو سره همهاله یې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی، دوی هیله څرګنده کړې څو په خبرو کې پرمختګ وشي او په افغانستان کې د جګړې دایمې حل پیدا شي.

 دواړو هېوادونو یو ځل بیا ټينګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي خو دلته اوسني تاوتریخوالي او نا امنۍ هم اندېښمن کړي دي.