په ټاکنو کې له بریا وروسته جوبایډن ته د نړۍ د مشرانو د مبارکۍ پیغامونه

روهي (یوه نۍ/۱۸ د لړم)، د جرمني، فرانسې او برتانیا په ګډون د اروپايي هېوادونو ځینو مشرانو جو بایډن ته په ټاکنو کې د بریا مبارکۍ ورکړې دي.

ځینو اروپايي مشرانو د هغه بریا د امریکا او د اروپا د اړیکو بیا رغېدو لپاره یوه پیلامه بللې ده.

د جوبایډن له بریا وروسته د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "مبارکي وایم، د امریکا خلکو بالاخره خپله پرېکړه وکړه. جوبایډن به د امریکا ۴۶ ولسمشر وي. زه د زړه له کومي د هغه لپاره په کارونو کې بریالیتوب غواړم، د هغه مرستیالې کامله هریس ته هم مبارکي وایم."

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د جوبایډن له بریا وروسته پر خپل ټوېټ پیغام کې لیکلي"د امریکا خلکو خپل ولسمشر وټاکه،‌ جو بایډن او لومړۍ مرستیالې ته یې مبارکي وایم."

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن، د کاناډ لومړي وزیر جسټن تروډو، د ایرلنډ لومړي وزیر میکل مارټین او د اروپايي ټولنې د شورا مشرې شارل میشل او ناټو عمومي منشي هم جو بایډن ته د هغه بریا له امله مبارکیانې ویلې دي.

جوبایډن په ټاکنو کې له سختې مبارزې وروسته بریا خپله کړه او په دې توګه د متحده ایالاتو ۴۶م ولسمشر چې مرستیاله کامیلا حارث یې د امریکا په تاریخ کې لومړۍ مرستیاله ولسمشره حسابیږي.