دعراق پارلمان د ولسمشر لپاره د دريو مرستيالانو قانون تصويب کړ

 
پرون د عراق پارلمان په خپله شلمه غونډه کې د ولسمشر لپاره د مرستيالانو د شمېر په اړه بحث وکړ او رايې واچولې. د رايو په پايله کې د ولسمشر لپاره د دريو مرستيالانو قانون تصويب شو ، چې هغوی هم بايد لوړې زده کړې ولري او د وفادارۍ لوړه ياده کړي او د ولسمشر په غيابت کې به يې مرستيالان ځای ناستي وي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د قانون له مخې د ولسمشر د مرستيالانو لپاره د لوړو زده کړو لرل شرط نه دي او له همدې امله لومړی مرستيال يو نيمه باسواده سړی دی.