ایران کې د کرونا له دویمې څپې سره بېرته بندیزونه لګول شوې

روهي (نۍ/۱۷ د لړم)، د ایران چارواکي وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹ زرو نه زیات کسان د کرونا په ویروس اخته شوي.

د چارواکو په وینا چې نن شنبه یو ځل بیا د کرونا وېروس پېښو له زیاتیدو سره ددې هېواد په یو شمیر سیمو کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیزونه لګول شوې؛ چارواکي وایي پرلپسې شپږمه ورځ ده چې په دې هېواد کې د ۸ زرو نه زیات کسان په کرونا ویروس اخته کیږي.

حکومت اعلان کړی چې د سه شنبې د ورځې نه وروسته به لویې مغازې، واړه پرچون پلورونکي، سینماګانې او د ورزش جیمونه د ماښام تر شپږو بجو پورې تړلي وي.

جمهور رئیس حسن روحاني ویلي چې دا محدودیتونه به په پایتخت تهران، د ولایتونو په مرکزونو او هغو ښارونو کې پلي شي چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده.

د ایران د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې نن د شنبې تر ورځې په ایران کې ۶۷۳۲۵۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۷۸۳۲ نور مړه شوي دي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201107_203204_621.sdoc-->