ارګ وایي له امریکا سره به یې اړیکې په خپل ځای وي

روهي (نۍ/ ۱۷ د لړم)، په امریکا کې د ترسره شویو ټاکنو وروستۍ پایلې لا هم په ډاګه نه دي خو اټکل کیږي جوبایډن به ددې ټاکنو ګټونکی شي.

په افغانستان کې د امریکا حضور او د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ګڼ افغان په دې اند کړي چې د امریکا ټاکنې به د افغانستان په حالاتو ژور اغېز ولري خو ارګ دې ټولو ته په غبرګون کې وایي چې واشنګټن او کابل اړیکې په ګډو ګټو پورې تړلې دي.

له همدې موخه نن د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د افغانستان او امریکا د اړیکې له ګډو ګټو تشکیل شوې او په وینا یې د امریکا ټاکنې که هر نوماند وګټي له افغانستان سره به یې اړیکې او ژمنې پر خپل ځای وي.