غزني کې د زعفرانو د پروسس مرکز فعالیت پیل کړ

روهي (نۍ/۱۷ د لړم)، د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د کرنې وزارت په مالي او تخنیکي همکاریو په دې ولایت کې د خصوصي سکټور له خوا د زعفرانو د پروسس مرکز په فعالیت پیل وکړ.

د غزني د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت له خوا د بهار غزنه خصوصي شرکت سره د زعفرانو د پروسس د عصري توکو مرسته او تخنیکي همکارۍ ددې لامل شو، چې سږ کال یاد شرکت د زعفرانو د پروسس چارې پیل کړي.

د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رئیس عبدالولي کوچی وایې، د بهار غزنه په نوم خصوصي شرکت سږکال د زعفرانو پروسس پېل کړ، چې په ورځني ډول ۳۰۰زره کیلو ګرامه خالص زعفران پروسس او بسته بندي کوي.

د یاد مرکز د جوړېدو موخه په غزني ولایت کې د زعفرانو د کرکېلې پراختیا، په معیاري ډول د زعفرانو پروسس او د کروندګرو د ستونزو هوارول دي.