امرالله صالح وایي هغه بډې اخیستونکي یې پېژندلې چې له خلکو د پاکستان د ویزې په سر پیسې اخلي

روهي (نۍ/۱۷ د لړم)، له هغه وروسته چې په هېواد کې د پاکستاني ویزو د وېش په سر ګڼ شکایتونه راپورته شول اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي هغه کسان یې پېژندلې چې له خلکو یې په لسګونه زره ډالر رشوت اخيستی.

نوموړی زیاتوي چې هغه کړۍ چې د پاکستاني ویزو په سر په بډو اخیستو تورن دي په ورځني ډول د وېزو له درکه له خلکو څخه نږدې سل زره ډالر تر لاسه کول.

نوموړي د یادو کسانو نومونه نه دي په ګوته کړې خو د پاکستان په سفارت یې غږ کړی چې ژر دې په ورځني توګه د ویزو د وېش شمېر معلوم کړي.

بلخوا په کابل کې د پاکستان امرالله صالح د وروستیو څرګندون په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلې.



تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...