بغلان کې ترافیکي پېښې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي ( نۍ/ ۱۷ د لړم)، په بغلان کې چارواکي وایي نن سهار په دې ولایت د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۴ نور ژوبل شوې دي.

د بغلان د دوشي ولسوالۍ ولسوال صاحبداد غفوري وایي، چې یاده پېښه نن سهار ددې ولایت د دوشي-پلخمري پر لار شوې ده.

د غفوري زیاتوي چې ترافیکي پېښه د یو مسافر وړونکي او لرۍ موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده چې علت یې د چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.