اروپایي ټولنې د بېلاروس ۱۵ چارواکو بندیزونه لګولي

روهي (نۍ/ ۱۷ د لړم) اروپایي ټولنه وایي، چې د بېلاروس پر ولسمشر د نوموړي پر زوی او ۱۳ نورو چارواکو بندیزونه لګولي دي.

اروپایي ټولنې په خپله وروستۍ اعلامیه کې د یادو ۱۵ کسانو د نومونو له اعلان سره همهاله ویلې چې یاد چارواکي به ددې بندیزونو له مخې د اروپا له ویزو منع وي او په اورپایي هېوادونو کې به یې ملکیتونه کنګل شي.

دا بندیزونه داسې مهال لګیږي چې اروپايي ټولنې په اکتوبر میاشت کې هم په ۴۰ لوړپوړو بېلاروسي چارواکو ددې له امله بندیزونه لګولې و چې له لاریون کوونکو سره په ناسم چلند او ټاکنو کې په درغلیو تورن شوې و.