استرالیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جنګي جنایتونه څیړي

روهي ( نۍ/ ۱۷ د لړم) له هغه وروسته چې په افغانستان کې د استرالیا ځانګړې ځواکونه په جنګي جنایتونو تورن شول اوس د استرالیا حکومت ویلې دوی د خپلو ځواکونو په اړه جدي څیړنه پېل کړې.

ددې هېواد د دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلې ټولې هغه ادعاووې او راپورنه څیړي چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو په اړه خپاره شوې دي.

د راپورنو له مخې ویل کیږي چې د تازه څیړنو په پایله کې ویل کیږي چې تر دې دمه د جنګي جنایتونو په اړه د استرالیا حکومت لس قضیې څیړلې چې شل کسان پکې ښکېل دي، چارواکي وایي دوی دې ډول راپورونو متوجې کړې ترڅو د خپلو ځواکونو په لیکو کې پراخ اصلاحات راولي او د ټولو ادعاوو په اړه سمه پلټنه وکړی.

استرالیایي ځواکونو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ میلادي کال د افغانستان په جنوب کې ماموریت ترسره کوو او په دې وروستیو کې د افغانستان او نړۍ د بشري حقونو په برخه کې پنځه ویشت بنسټونو د استرالیا له حکومت د ټولو جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې وه.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201107_112747_268.sdoc-->