دفاع وزارت وایي په هلمند کې یې د طالبانو د استخباراتو د یو مشر وژل کیدو ترڅنګ د والي مرستیال ټپي کړی

روهي ( نۍ/۱۷ د لړم)، د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلې، چې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د والي مولوي محب الله او د دې ولايت د نادعلي ولسوالۍ د استخباراتو د مشر په ګډون د طالبانو یوه ډله د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې له منځه وړي.

د وزارت په وینا، چې د هدفي هوايي بریدونو په پایله کې، د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مشر په ګډون ۱۰ طالبان وژل شوي ، او محب الله مشهور په صداقت چې د طالبانو د والي په توګه پیژندل شوی ټپي دی.

خبر پاڼه زیاتوي، چې د برید په پایله کې د وسله والو طالبانو ګڼې وسلې هم له منځه وړل شوې دی.
بلخوا طالبانو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلې.