ګېلاني په پاکستان کې د اصلاح لپاره د مسلم ليګ يولس غوښتنې ټولې منلې دي

 
د پاکستان د لومړي وزارت دفتر په يوه خبر پاڼه کې ويلي، چې لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني په پاکستان کې د اصلاحاتو لپاره د مسلم ليګ د مشر نواز شريف يولس غوښتنې ټولې منلي دي. نواز شريف له ګېلاني څخه غوښتنه کړې ده ، چې خپله غير انکشافي بوديجه راکمه کړي ، د فساد دوسيې وڅېړي او د ټاکنو لپاره يو ځانګړی کميسون جوړ کړي. ګېلاني د ټېلېفون له لارې ده ته د ټولو غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان له حاکم ائتلاف څخه د جميعت العلمای پاکستان او د مهاجرو قومي غورځنګ له پريکون سره د ګېلاني حکومت د نسکورېد له ګواښ سره مخ شوی دی ، خو داسې ښکاري چې د نواز شريف له ملاتړ سره به حکومت له نسکورېدو وژغورل شي.