جوبایډن وایي ډېرې رایې یې ګټلې او په ډاګه به شي چې ګټوونکی دی

روهي (نۍ/ ۱۷ د لړم)، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ټرمپ سیال جوبایډن څو ساعته وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ټرمپ ته په خطاب کې ویلې، چې دی نه وایي بلکې ارقام او شمېرې ښایي چې بایډن د ټاکنو ګټونکی او د امریکا راتلونکی ولسمشر دی.


نوموړي ویلې د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو ډېر رایې وړي او ټولو امریکایانو ته مبارکي ورکړې ده چې و یې کړی شوای ځان له یوه بې مسؤلیته ولسمشره خلاص کړي.


د معلوماتو په اساس جوبایډن ۷۴ میلیونه رایې وړي او دا له ۲۰۰۸ کال ټاکنو وروسته چې بارک اوباما پکې ډېرې رایې ګټلې وې په امریکا کې یو بل د ولسمشرۍ کاندید دی چې په دې هېواد کې د ډېرو رایو ګټلو ریکاډ ماتوي.


بلخوا ټرمپ په جوبایډن غږ کړی چې بې وخته دې ځان ولسمشر نه اعلانوي ځکه چې دی به د ډېرو مرکزونو رایې له سره وشماري.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201107_101245_869.sdoc-->