روسیه وایي پوتین ښه دی او د ناروغتیا په اړه یې راپورنه ناسم دي


روهي (نۍ/۱۷ د لړم)، له هغه وروسته چې څو برېتانوي رسنیو د پوتین سخت ناروغ کیدو خبرونه خپره کړل او په وینا چې اټکل کیده چې کېدای شي راتلونکی کال له واک ګوښه شي اوس روسیې دا خبرونه ناسم بللې او د پوتین د روغتیا ډاډ یې ورکړی.

د پوتین ویاند دیمتري پسکوف په تازه څرګندونو کې دغه ډول راپورونه بې مانا بللي دي او په خبره یې پوتین روغ جوړ دی او خپلو چارو ته ادامه ورکوي.

پوتین له ۱۹۹۹ز کال راهیسې په روسیه کې په واک کې دی او داسې اټکل کېږي چې هغه به د روسیې اساسي قانون بدل کړي او ښایي د واک موده یې تر ۲۰۲۴ز کال وروسته هم وغځېږي.

پوتین د نړۍ په کچه قدرتمن شخصیت بلل کېږي چې په روسیه کې د پراخو او بنسټیزو بدلونونو مسوول دی. 
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201107_095238_161.sdoc-->