افغان فلم له حکومت غواړي چې د پارک سینما له ویجاړولو دې ډډه وکړي

روهي (جمعه/۱۶ د تلې)، د افغاني فلمونو رییسه، ساحره کریمي وايي، دې ادارې څو ځله له ښاروالۍ غوښتې چې د کابل سینماوو کنټرول دې دوی ته وسپاري؛ خو د دوی دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

د افغان فلم مسؤلینو د پارک سینما د ویجاړولو په اړه د حکومت پریکړه یو کلتوري ضد عمل بللی دی.

دا څرګندونې وروسته هغه شوې چې د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح د کابل امنیت په اړه ناسته کې د شهر نو پارک سینما د ړنګولو پریکړه وکړه.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201106_150143_148.sdoc-->