سلفاکیر مايارديت كير

واشنګټن پوسټ د تېر کال په وروستیو کې په خپلې یوې سرلیکنې وکښل : ددې شونتیا شته ،چې 2011 ز کال به په افریقا کې له ځان سره یو ډول نوي خبرونه ولري ، چې دا به دولسمشر اوباما دحکومت ډیپلوماتېکه بریا وګڼل شي او اټکل دی ،چې راتلونکې اونۍ دسوډان په سویل کې له درې ملیونو زیات وګړي دبېلتون غوښتنې په ټولپوښتنه کې ونډه واخلي او دیو نوي حکومت دپنځیدو پریکړه به وکړي .
دا خو دواشنګټن پوست له لارې دامریکا دحکومت دریځ او وړاندوینه وه نن یکشنبه دسوډان دولسمشر عمر البشیر مرستیال سلفاکیر دا تاریخ ورځ وبلله او دراېې اچونې پر مهال ېې وویل : نن ثابته شوه ،چې دهغو وګړو او جنګیالیووینه ،چې په جګړه کې تویه شوه ده خپل رنګ وساته . اوس خبره دسوډان نه ده اوس سوکه سوکه دا خبره پلې کیږي ،چې امریکا او لویدیځ په سیمه کې نورې موخې هم لري زموږ په سیمه کې روان تاوتریخوالې او پیچلی وضعیت خو به د روانۍ پیړۍ په دویمه لسیزه کې داسې څه نه راپنځوي ،چې امریکايي مطبوعاتو ېې دشلمې پیړۍ په وروستیو کلونو کې وړاندوینه کوله ددې وړاندوینو رښتیا او درواغ به ګاندې ته پریږدو خو دننۍ ټولپوښتنې یوې محوري څیرې ته به تم شو ،چې څوک دی ؟ او څرنګه ېې دنورو په اشاره خپل ښیرازه هېواد بېل کړ او دورورڼو ترمنځ ېې دجګړې په اور نور تیل هم وپاشل دا دسوډان مرستیال ولسمشر سلفا کیر دی .
دسوډان دازادۍ دولسي غورځنګ مشر سلفا کیر ماریادیټ په 1951 ز کې په بحر الغزال ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولې دي او دسوډان له مشهورې قبیلې الدینکا سره تړاو لري دسلفا کیر سلف جون کرنک هم دهمدې قبیلې و سلفاکیر دولسي غورځنګ دبنسټګرو له ډلې هغه وروستی غړی دی ،چې تردې دمه ژوندی دی له دې وړاندې ددې غورځنګ بنسټګر یا مړه شوي یا وژل شوې دي نوموړی دهمدې غورځنګ نظامي مسوول و ، خو جون کرنک دپیاوړي شخصیت له کبله په سیاسي او ډیپلوماتیک ډګر کې دومره ونه ځلید .
سلفاکیر وړاندې له دې ،چې دکرنک له ملیشو سره یو ځای شي دسوډان په ملي اردو کې سرتیری و وروسته بیا په 1986 ز کې په ولسي غورځنګ کې دسوډان دازادولو په لښکر کې دمرستیال په توګه وټاکل شو ، وروسته بیا په 1997 ز کې دجون کرنک مرستیال او ورته وخت کې په بحر الغزال کې دوسله والو ملیشو عمومي قومندان دنده هم ورترغاړې شوه .
په 1998 ز کې داسې اوازې خپرې شوې ،چې سلفاکیر له خپل سلف سره وران شوې دی او پلان لري ،چې دکودتا له لارې نوموړی ونیسي او بیا ېې زندان ته ولیږدوي دولسي غورځنګ دمشرتابه ترمنځ سلفاکیر په سخت دریځۍ مشهور دی او له مرکزي حکومته ېې دجلاوالي پریکړه لا ډېره پخوا کړې وه ځکه دنوموړی له انده دسویل جلا کېدل وړ حل دی . نږدې وه ،چې د دواړو مشرانو ترمنځ اختلاف ،چې په 2004 ز ولسي غورځنګ په دوو برخو وویشي ځکه سلفاکیر دخپل سلف جون کرنک له چلنده خوښ نه و هره پریکړه به ېې په یوازې ځان تر سره کوله یو ځل خو دا اوازه هم خپره شوه ،چې جون کرنک غواړي خپل مرستیال سلفاکیر له دندې ګوښه کړي ، خو دسویل مېشتو مشرانو ترمنځ دسلفاکیر ملاتړ اومحبوبیت ېې پر وړاندې خنډ و .
سلفاکیر لا ماشوم ،چې په 1955 ز کې په سویلي سوډان کې دانګریزي ښکیلاک پرضد خلک راوپاریدل هماغه و ،چې په 1956 ز کې سوډان ازادي تر لاسه کړه سلفاکیر دستونزواو بوختیاوو له کبله دسوډان او په ځانګړې توګه دسویل په اړه کومه کره ستراتیژي او ژور فکر نه درلود په دې برخه کې ېې د جوزیف اودوهو او ولیام دینک کتاب ( دسویلي سوډان ستونزه ) ښه تمځای و له دې کتابه ېې ډېر څه زده کړې دي . دې کتاب په سوډان کې ستونزه داسې رالنډه کړې ده : اسلام ، عربان او اقتصادي کنترول او نور بې برخې کول دي په بله مانا ددې ژورې او ارتې ستونزې لامل همدا درې شیان دي .
سلفاکیر په نظامي استخباراتو کې هم کار کړې دی په 1983 ز کې دسوډان دازادۍ دولسي غورځنګ غړی شو همدلته ېې ضبط او نظم وځلید ان تردې ،چې دجون کرنک پام ېې ځانته راواړوه ځکه خو ېې څو مهمې دندې وروسپارلې وړاندې له دې ،چې په پوهنتون کې استاد شي د( الجیش الشعبي ) ملیشو یرغمل کړ او په 1993 ز کې ېې راخوشی کړ له موسیقۍ سره مینه لري ، نوموړی دخپل نظامي مزاج له مخې سپینه خبره کوي .
ولسي غورځنګ دا ډول اوازې ردولې خو دسلف اوخلف ترمنځ اختلاف به کله ناکله دومره بربنډ شو ،چې نور نه پټېده .په 2005 ز کې دمشاکوس تړون له لاسلیک وروسته ،چې ولسي غورځنګ پلازمینې الخرطوم ته راغی اودحکومت یوه برخه شوه دا مهال نو سلفاکیر دسویلي سوډان دحکومت مرستیال ولسمشر وټاکل شو پریکړه شوې وه ،چې نوموړی به شپږ کاله دانتقالیې دورې په توګه دا دنده ولري وروسته به بیا دشمال او سویل په اړه ټولپوښتنه کیږي ،چې سره یو ځای وي او که جلا شي . سلفاکیر له خپل سلف سره په چلند کې ورته نه درلود کرنک که څه هم په پوځ کې دنده ترسره کړې وه ، ټوکي و ، حاضر ځوابه و ، خو سلفاکیر بیا داسې نه پر ژوند او چلند ېې دعسکرو کلتور غالب و
جون کرنک د2005 ز داګسټ پر 11 دالوتکې په یوه پېښه کې له منځه ولاړ دا مهال نو سلفاکیر دسوډان دولسمشر عمر البشیر دمرستیال په توګه لوړه وکړه او دایتلافي حکومت ، د پانګې او واک ویش ، شپږ کاله وروسته ېې دټولپوښتنې پریکړه ېې ومنله . شنونکي وايي : دجون کرنک په پرتله سلفاکیر دارام شخصیت څښتن دی اودا ورسره مرسته کولای شي ،چې په سویل کې ډېر پلویان راخپل کړي .
دجون کرنک برعکس سلفاکیر ډېر وخت په سویل کې تېر کړې دی او کله ناکله به په رسمي توګه پلازمینې الخرطوم ته سر راښکاره کاوه ځکه ، خو له ولسمشر عمر البشیر او مرستیال ولسمشر سر ه اړېکې دومره خوندورې نه وې .
 
سلفاکیر دوه مېرمنې لري او شپږ بچیان پنځه ېې لوڼې او یو ېې زوی دی مشره لور ېې 24 کلنه ده او پاتې بچیان ېې پر زده کړه بوخت دي .
که چیرې په سویلي سوډان کې وګړي په ټولپوښتنه کې دبېلتون خبره ومني نو دا نوی هېواد به له ډېرو ستونزو سره لاس وګریوان وي دبېلګې په توګه په لومړي پړاو کې به %80 نالوستي هېوادوال ورته په میراث کې پاتې شي پردې سربېره دسړکونو ، روغتونونونشت او کورنی تاوتریخوالي به ېې ډېرې چارې ټکنې کړي .