د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د لړم میاشتې په ۱۵ مه نېټه په مالیې وزارت کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د راتلونکي مالي کال د ملې بودیجې د طرحې ترتیبولو، له نړیوال بانک سره د حکومت د ژمنو پلي کولو، د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس ته د چمتو والي، د ملي عوایدو راټولیدو وضعیت او د ملي بودیجې د لګښت په اړه معلومات ورکړل.
په دې کنفرانس کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ هم شتون درلود، په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست د راتلونکي مالي کال د بودیجې د ترتیبولو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې له لوري د منظورۍ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:" د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ملي بودیجه ۴۵۲.۶ میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوې ده چې له دې جملې څخه ۲۹۶ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۵۶ میلیارده افغانۍ پراختیایې بودیجې ده."
د مالیې وزارت سرپرست له نړیوال بانک سره د ژمنو د پوره کولو خبر ورکړ او ویې ویل چې مالیې وزارت او نړیوال بانک په روان مالي کال کې ۶۰۰ میلیونه امریکایې ډالر تشویقي وجوه د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق او د نړیوالې ودې انجمن له وجوې څخه لاسلیک کړي دي چې تر اوسه پورې ۴۰۰ میلیونه ډالر د دولت خزانې ته لیږدول شوي دي او پاتې ۲۰۰ میلیونه به د یادو شاخصونو له پوره کولو وروسته د نوامبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې تر لاسه شي.
د مالیې وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوې برخه کې د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د افغانستان حکومت، فنلند هیواد او د ملګرو ملتونو سازمان د لازم چمتو والي خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د جینوا دوه اړخیز حساب ورکولو چوکاټ کې د دولت او نړیوالو شریکانو تر منځ ۶۳ ژمنې دي چې ۸۵ سلنه یې بشپړې شوي دي او پاتې نورې به یې د روان کال تر پایه بشپړې شي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د کرونا ویروس له خپریدو سره سره موږ توانیدلي یو چې تر اوسه ۱۴۱ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول کړو او ۵۵ سلنه پراختیایې بودیجه مصرف کړو. نوموړي زیاته کړه موږ تمه لرو چې د روان مالي کال تر پایه د ملي عوایدو لپاره راکړل شوی هدف تر لاسه کړو.
همدا شان د مالیې وزارت سرپرست، د ګمارنې په برخه کې د اصلاحاتو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په پام کې لري د مالیې وزارت ټول خالي او حکمي بستونه په تدریجي ډول ازادې سیالۍ ته وسپاري، چې له دې ډلې د مالیې وزارت ورودي کچې ته د ۲۲۰ بستونو د استخدام بهیر بشپړ شوی، ډیر ژر به د ګمرکونو دویمه رتبه ۹ بستونو او ۲۱ نورو دویم رتبه بستونو ازموینه واخیستل شي او ۷۷ درېیم او څلورم بستونه د شارټ لسټ په حال کې دي.
د دې کنفرانس په یوه برخه کې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د را روان مالي کال ملي بودیجې د سند په ترتیب خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ملي بودیجې په ترتیب کې د حکومت لومړیتوبونه، د اوبو د سرچینو مدیریت، کانونه او پټرولیم، سیمه ایز اتصال، عدلي او قضایي موضوعات، د برېښنایي پېژند پاڼو وېشنه او زېر بنایي چاري شاملي دي او موږ د پراختیایي بودیجې لګولو د مؤثریت لپاره ګامونه پورته کړي دي، چې یو یي د بېرته ورکړې پربنسټ د پروژو لومړیتوب بندي او لګښتونو کمول دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې لپاره چې موږ وکولی شو د خلکو لومړیتوبونه په ښه توګه منعکس کړو ۱۷ ولایتونو ته مو سفرونه کړي دي او ومو کولی شول چې د خلکو له اړتیاوو سره سم ۲۵۰ پروژې د ملي بودیجې په طرحه کې شاملي کړو. د جمهوري ریاست عالي مقام له لار ښوونې سره سم به موږ د مالي کال تر پایه نورو ولایتونو ته هم سفر ولرو او د دوی اړتیاوې به له نږدې واورو.
د مالیې وزارت مالي مرستیال زیاته کړه، چې موږ د ولایتونو د پروژو لپاره ۳ میلیارده افغانۍ ځانګړي کړيدي، چې د ملي بودیجې د وېشنې له مخې به اړتیاوو، د وګړو شمېر او د بېوزلۍ کچه په پام کې نیول کېږي.
وروستي