ولسمشر غني او لومړۍ میرمنې د قطر هېواد ډالۍ د افغانستان بانک ته وسپارله

روهي( پنځه نۍ/۱۵ د لړم)، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د قطر دولت له لوري ورکړل شوې ډالۍ د افغانستان بانک ته وسپارله.
جمهور رئیس غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د افغانستان بانک مسوولینو ته د دې قېمتۍ ډالۍ چې یو سیټ غاړه کۍ ده او الماس په کې کارول شوي، د سپارلو په مراسمو کې وویل، د قطر دولت په وروستي سفر کې دغه ډالۍ موږ ته د یو مقام په توګه راسپارلې وه، نو ځکه یې د افغانستان خزانې ته سپارو.
د هیواد جمهوررئیس د افغانستان بانک مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې ارزښتناکې ډالۍ ساتنه او د افغانانو د ژوند هوساینې لپاره ترې استفاده وکړي.
د افغانستان بانک مسوولینو د جمهوررئیس د دې ارزښتناکې ډالۍ له سپارلو مننه او ژمنه وکړه چې په ښه ډول به یې ساتنه وکړي.